د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا ګڼ شمېر لرغوني آثار افغانستان ته وسپارل





برتانیا هاغه سلګونه لرغوني تاریخي آثار بیرته افغانستان ته سپارلي چې په تېرو څو کلونو کې له دې هیواده په نا قانونه توګه بهر ته قاچاق شوي وو.

د د برونز دورې د دغه آثارو یوه برخه د تېرو دوو لسیزو په کورنۍ جګړه کې لوټ شوي او ځینې نور یې له غیرقانوني کیندنو وروسته بهر ته قاچاق شوي وو.

ګومان کېږي دا به هغه تاریخي آثار وي چې په تورو بازارونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي وو، خو د برتانوي چارواکو له خوا تر ضبط کېدو وروسته افغانستان ته سپارل کېږي.

افغانستان ته د دې آثارو د سپارلو خبره د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشرحامدکرزي او د برتانیا د وزیراعظم ډېویډ کمېرون په ګډه مطبوعاتي غونډه کې هم یاده شوه.

د برتانیا حکومت په 2009 کال کې هم، د افغانستان اړوند شاوخوا دوه زره ټوټې تاریخي آثار چې د انټرپول پولیسو او د برټش موزیم د مسلکي غړو په مرسته د لندن په هیترو هوايي ډګر کې ضبط شوي وو، افغان چارواکو ته وسپارل.

یاد شوي آثار چې وزن یې څه باندې دوه ټنو ته رسېږي، د جولای په پنځلسمه نېټه د برتانوي ځواکونو په مرسته په مهرولاک صندوقونو کې افغانستان ته انتقال شوي. افغان چارواکي وايي، د دې آثارو په اړه دقیق معلومات به ډېرژر په رسمي ډول د رسنیو له لارې خلکو ته ورکړل شي.

د برتانیا دفاع وزیر فلیپ همونډ د پنجشنبې په ورځ په لندن کې څرګنده کړه چې افغانستان ته د دې تاریخي آثارو سپارل عادي حالت ته د دې هېواد بېرته ستنېدو ته د اعتماد د رایې حیثیت لري.

XS
SM
MD
LG