د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو وژنې رياستي کمزوري ښيي: ملګري ملتونه







د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رشيده منجو ويلي چې په پاکستان او افغانستان کې د ښځو وژل کېدل هغه يو دردونکی حقيقت په ګوته کوي چې ښايي د دوئ پر وړاندې د زور زياتي پېښې يوه نړيواله او زياتېدونکې بڼه لري-

نوموړي په دې لړ کې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د بشري حقونو د کارکوونکې فريده افريدي، د افغانستان د ښځو د چارو د وزارت د ولايتي مشرې حنيفه ساپي او هم په افغانستان کې د نجيبې په نوم د يوې ښځې د بد اخلاقۍ په تور د وژنې په څېر پېښې يادې کړې دي-

رشيده منجو، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری له پاره د ښځو پر وړاندې د زورزياتي دوسيې څېړي، زياته کړې چې د ښځو وژنې که په هر نوم وي، په ټولنه کې په دوديز ډول رايج شوي او په يوه يا په بله پلمه، د خلکو د قبولييت وړ ګرځېدلې دي-

د ملګرو ملتونو په خبر پاڼه کې دغه راز ويل شوي چې ښځو ته له تشدده د پاک ژوند د حق په ورکولو کې د دولتونو ناکامي د دې لامل شوې چې د دوئ پر وړاندې زورزياتی دوام ولري او په پايله کې ووژل شي-

په اعلاميه کې د رشيده منجو له قوله وييل شوي، کله چې دولتي ادارې او چارواکي د تشدد پر وړاندې د ښځو دفاع و نه شي کړای، نو دا بيا په حقيقت کې دولتي يا رياستي جنايت شي-

نوموړې همداراز د پاکستان او افغانستان په حکومتونو غږ کړی چې د ښځو د وژنو د وروستيو پېښو چټک او بې طرفه پلټنې وکړي او دا يقيني کړي چې عاملين يې له محاکمې بچ نه شي-

رشيده منجو د بشري حقونو شوری ته لېږلي د ۲۰۱۲ م کال په خپل راپور کې په دې خبره زور راوړی چې رياستونه بايد د ښځو پر وړاندې د وژونکيو پېښو د مخ نيوي له پاره هر اړخيزه تګلاره ولري او په دې لړ کې يې ځينې وړاندېزونه هم کړي، چې د دغو دوسيو اغېزناکه پلټنې، قضايي ازاله، د تشدد ښکار شويو ښځو او خپلوانو ته درناوی کول، او د هغو ټولنيزو او کلتوري رويو او دودونو بدلول شامل دي چې د ښځو پر وړاندې د توپير او امتياز سبب کېږي-

XS
SM
MD
LG