د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې آییني سوکوهنه








سرچينه: نيوز لاين
ليکوال: سعد رسول
ژباړه: ګل اياز


نيوز لاين مجله کې ليکوال سعد رسول وايي، د پاکستان د دوو رياستي ستنو ترمنځ يوه عجيبه د سوک وهني لوبه روانه ده. په دي لوبه کې په يو ګوټ کې سپريم کورټ د قانون د حکمراني له خبرې سره ولاړدی. له عدالت سره د وکيلانو او د خبريالانو مرسته ده. بلخوا ته ولسی حکومت د پارليمان د بالادستي خبري سره په بل ګوټ کې ولاړ دی چې يوه سترګه یې خوږ هم ده.

د ليکوال په وينا ايا سپريم کورټ به د لوبي په اخري پړاو کې حکومت ته اخري ګوزار ورکړي، او که حکومت به د لوبې تر پايه خپل ځان وساتي. د لوبي ختمولو لپاره ګنټۍ وهل کيږي او ټول ورته انتظار کوي.

ليکوال په مقاله کې د حکومت او د سپريم کورټ ترمنځ د مسلو تفصيل ورکړی دي، او ليکي چې د قامي جوړ جاړي ارډينس په اړه فيصله خپل ځای لري چې په کې سویس چارواکو ته ليک استول دي خو له دې ټولې کيسې داسې معلوميږی چې په دې نږدو کې به ليک واستول شي.

نيوز لاين مجله کې ليکوال وايي چې د شپږو مياشتو راهېسي ائيني بحران لا هم پر هغه ځای ولاړ دی چې څنګه وړاندې و. د دې مسلې د هواري لپاره څو لاري موجودي دي. که چري سپريم کورټ نوي وزيراعظم ته د ليک استولو حکم ورکوي نو دوه ممکنه لارې کيدای شي. لومړی دا چې وزيراعظم ليک واستوي او دغه بحران ختم کړي خو د دې امکانات ډير کم ښکاري. که چري حکومت د ليک استولو فيصله کوله نو ولې يې د پخواني وزيراعظم ګيلانی قرباني ورکړه.


ليکوال په مقاله کې دويم امکان بيان کړي چې د دوی په وينا که چرې يو ځل بيا سپريم کورټ نوي وزيراعظم ته د ليک استولو امر ورکړ، بيا به بيوروکريټک مشینري کار پيل کړي او په دې معامله به وزيراعظم اخري فيصلې نه وړاندې له قانون وزارت سره مشوره کوي. له دې وروسته که وزيراعظم د ليک استولو فيصله ونکړه، څنګه چې تمه کيږي نو د عدالت د سپکاوي تورونو سره به مخامخ شي. د دوی حکومت وکيلانو سره به د دفاع لپاره موقع وي او د يو شمير اوريدونو وروسته به يو ځل بيا وزيراعظم نااهله وګرځول شي.

ليکوال وايي چې په دې کې ډير وخت لګېدای شي او کيدای شي چې حکومت ټاکنو ته نزدې وي نو د ليک استولو پرځای د ټاکنو اعلان وکړي. خو که چري حکومت د وخت نه مخکې د ټاکنو اعلان کوي نو د پيپلز ګوند پلويانو له خوا ردعمل راتللای شي.

ليکوال دريمه لاره هم رامخته کړي چې ممکنه ده سپريم کورټ له دې معاملې پرشا شي . دوی به دا دريځ ولري چې څوک به هم دې ته پرې نه ږدي چې د عدالت د حکم خلاف ورزي وکړي. عدالت به خپله توجه نوور مقدمو ته ورکړي. خو، د ليکوال په وينا دا ځکه ممکنه نه ده چې ښايي ځيني ميډيا او مخالف ګوندونه نه غواړي، دا معامله پرشا لاړه شي.

ليکوال څلورمه لاره بيان کړې او هغه دا چې که چري دويم وزيراعظم نااهله کيږي نو ولسمشر اصف علی زرداري به د ټاکنو اعلان وکړي او تر ټاکنو پورې به عبوری حکومت جوړ کړي.

د ليکوال په وينا له دي نښو نښانو ښکاري چې اېتلافي حکومت به دغه شان سياسی سنجيدګې ونه ښايي چې خپل واک نور پسې وغځوي.

XS
SM
MD
LG