د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سمنګان کې ځانمرګی برید، د پارلېمان غړی وژل شوی


یو کس د سمنګان په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو جامې او څپلۍ غونډوي
یو کس د سمنګان په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو جامې او څپلۍ غونډوي
سید شاه سقیم

ایبک - افغان چارواکي وايي چې د هېواد په شمال کې نن سهار يو ځانمرګي بريد د ولسي جرګې د غړي احمدخان سمنګاني په ګډون ۲۲ تنه وژلي دي.


ځانمرګی بريد نن سهار د سمنګان ولايت په مرکز ایبک کې د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګانې د لور د واده په مراسمو شوی چې تر اوسه پورې په کې د شا و خوا ۴۰ کسانو د ژوبلېدو خبر دی.

په وژلو او شويو کسانو کې احمد خان سمنګاني هم شامل دی.

چارواکي وايي بريد نن سهار اته بجې د هغه هوټل په دروازه کې شوی چې د احمد خان سمنګاني د لور د واده مراسم په کې روان ول.

د ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، په دې حمله کې ۱۷ کسان وژل شوي دي او ۴۳ ژوبل دي.

بیان وايي، په وژل شویو کې احمد خان سمنګانی، د ملي امنیت ولایتي رییس جنرال محمد خان هم وژل شوي.

بیان زیاتوي، په دې حمله کې د سر پل ولایت پخوانی والي سید اقبال منیب ژوبل شوی دی.

که څه هم د ولسمشر دفتر د وژل شویو شمېر ۱۷ ښيي خو د سمنګان د پولیسو مشر محمد خلیل اندرابي له مشال راډیو سره په خبرو کې دا شمېر ۲۲ وښود.

سمنګان د هیواد لرې پروت ولایت دی او د مرګ ژوبلې خبرونه ضد و نقیص دي.


احمد خان سمنګاني چې د ولسي جرګې غړی وو او نن په برید کې ووژل شو
احمد خان سمنګاني چې د ولسي جرګې غړی وو او نن په برید کې ووژل شو
تر دې مخکې د هېواد په شمال کې د پوليسو د ۳۰۳ پامير زون د قومندانۍ وياند لعل محمد احمدزی هم ویلي ول چې تر اوسه پورې په بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زيات ټپيان دي.

دی مني چې په وژلو شويو کسانو کې په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازی احمد خان سمنګانی او د سمنګان د ملي امنيت رييس هم شامل دي:

(( په تاسف سره نن سهار د اتو بجو په شا خوا کې په سمنګان کې په يو ځانمرګي بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زيات ټپيان دي. په مړو شويو کسانو کې د سمنګان د خلکو استازی احمد خان سمنګانی او د سمنګان د ملي امنيت رييس هم شامل دي. يو ځانمرګي د هغه هوټل په دروازه کې ځان چوولی وو چې د احمد خان د لور د واده مراسم پکې روان وو ))

احمدزی وايي داسې راپورونه يې تر لاسه کړي چې په پېښه کې نور لوړي پوړي دولتي چارواکي هم ټپيان شوي دي خو وايي مونږ يوازې په بريد کې د ۶۰۶ انصار زون د قومندان ټپي کېدل تاييدوو.

تر اوسه پورې د بريد مسوليت کومې ډلې نه دی منلی.

په سمنګانو کې په تېره موده کې دا تر ټولو غټه پېښه ده چې درنه مرګ ژوبله لري.
XS
SM
MD
LG