د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو پر مخ مو لارې د پيسو لپاره نه وې تړلې.پاکستان


پاکستان وايي د ناټو لارې یې نه د پیسو لپاره تړلې وې او نه یې په دې لړ کې د زیاتو پیسو غوښتنه کړې ده.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند معظم علي خان د زیارت پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال کړې ده.

ده وویل، د ده په اند دا ډېره روښانه ده چې په افغانستان کې د ناټو پوځیانو له پاره د سامان وړلو په معاملې کې دوی نه پخوا زیاتې پيسې غوښتې دي او نه به یې په راتلونکې کې وغواړي.

ورځې مخکې پاکستان له خپلې خاورې تېرېدونکې لارې د ناټو اتحاد له پاره سامان وړلو له پاره بیا پرانیستې. پاکستان دا لارې د تېر کال نومبر میاشتې راهیسې تړلې وې. د لارو تړلو له کبله د امریکا و پاکستان تر منځ اړیکي ډېر کړکېچن شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG