د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په هیواد کې به اوس يواځې د قانون واکمني وي"


د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري
د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري





د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري ویلي: چې په هیواد کې به اوس يواځې د ائين او قانون حکمراني وي. نور به هیڅ څوک هم غیرقانوني کړنو ته پرې نږدي. او زیاتوي: دی هیله من دی چې ډېر ژر به په کوټه او نورو سیمو کې د امنیت وضع ښه شي. نوموړي دا خبري تېره شپه د بلوچستان هايي کورټ بار ته په يوې وینا کې کړې،

د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري دا خبري په داسې حال کې کړې، چې هم دلته په کوټه کې يې د بلوچستان په ناامنۍ د کېس د اورېدنې پر مهال په بیا بیا استخبارات او ملیشه ځواکونه د تري تم شویو کسانو ذمه واره بللي.

د جمعې په شپه های کورټ بار ته په خپله وینا کې چیف جسټس وویل،

؛ د ائين او قانون له پابندۍ سره به که خدای کول له دې توپانه هم ووځو. که موږ له ائين او قانون سره سم کارونه وکړو نو د کوټې او بلوچستان په شمول په ټولو سیمو کې د امنیت وضع ښه شي؛

د بلوچستان اوسنی ناامنه حالاتو ته په پام سره مشر قاضي وویل. دوی به حکومت دې ته مجبوره کوي، چې د صوبې له وګړيو سره دده په خبره بد ونه کړي. نوموړي زیاته کړه. په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونه کېږي. او د ناامنۍ بېلابېلي پېښې هر ساعت رامنځته کېږي. خو دده په خبره، دی هیله من چې په بلوچستان کې به هم امن او سوکالي راځي.

؛ زه هیله من یم چې که خدای کول د بلوچستان حالات به ډېر ژر ښه شي. دا چې کوم خلک دلته د ناامنۍ په پېښو کې لاس لري. د هغوي خپلوان ددوی په کورونو کې نشته. د هغوی کورونو ته هره ورځ مړي ورلېږل کېږي. دا د وخت د حکومت کار دی، چې ددې مخنیوی وشي. لاکن موږ به حکومت دې ته مجبوره کوو، چې هغه دا کار وکړي؛

بلخوا د جمعې په ورځ د بلوچستان د ناامنۍ د کېس اورېدنه پنځمه ورځ لاهم روانه ده. چې هم نن سهار د ملیشه ځواکونو مشر عبیدالله خان خټک عدالت ته حاضر شو. په دې اورېدنه کې د ملیشه ځواکونو مشر په تکرار سره وویل: له دوي سره هیڅ يو ورک کس نشته. چې ددې په ځواب کې مشر قاضي وویل: نور باید تاسو د عدالت وخت ضایع نه کړئ. تاسو ټول تري تم شوي کسان راوړئ او که بیا ستاسو پرضد فیصله وکړو... د ویلو وړ ده چې په دې اورېدنه کې هره ورځ د تري تم شویو کسانو په هکله د ملیشه ځواکونو پرضد شواهد وړاندي کېده. چې هم نن د ملیشه ځواکونو مشر په یاد عدالت کې حاضر شو.

خدای نور ناصر - مشال راډیوـ کوټه

XS
SM
MD
LG