د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې د ایس پي ډي پي باغونه بر ته رسېدلي





مجید بابر - مشال راډيو

پراګ: د فاټا لپاره د شاړو ځمکو پایښتدار آبادولو پروګرام اداره وايي د قبایلي سیمو پر للمو ځمکو لګول شوي باغونه یې برداره شوي او اوس میوې ورکوي.دا پروژه په ۲۰۰۲ م کال پيل شوې وه چې پکې پر للمو ځمکو د پيستې، بادام، غوزاڼ ، انار او زيتون باغونه لګول شوي وو.



په دې اړه په پيښور کي د ایس پي ډي پي د شاړو ځمکو پایښتدار آبادولو پروګرام ډايريکټر رحمت جان مشال ريډيو ته وويل، که څه هم ځینو باغونو فصل ورکړی خود ده په وینا دا ابتدایي مرحله ده.

ددغه پروژي له مخې د قبايلي سيمو په ديارلس نیم زره ايکړه للمه ځمکه د باغونو اوبه خور لپاره په لمر او هوا بجلۍ پیدا کېږي.

رحمت خان وايي مخکې پر یو اېکړ ځمکه ددغه ډول باغونو پر لګولو ۱۱ زره روپۍ لګښت راتلو خو اوس یې خرچه ۲۵ زره روپو ته رسیدلی ده .


خو د کورمې د للمې کلي اوسېدونکی مجاهد حسین چي په ۱۵۰ جريبه ځمکه يی د ایس پي ډي پي په مرسته د پيستې، بادام او غوزاڼ باغونه لګولي دي، ادعا کوي چې پينځه کاله مخکې ددغه اداري چارواکو ورسره ليکلې لوظنامه کړې وه چې کله باغ بر ته ورسي نو نوري مرستي به هم ورسره کېږي.

خو دده په وينا له دوی سره کړې ژمنې پوره نه شوې . او د کر کيلې هغه ټول سامانونه لکه ټرېکټرې او د ټيوب ويل موټرې یې ترې بیرته یوړې. چې دده په خبره باغونو ته یې زیان او تاوان ورسولی دی.
XS
SM
MD
LG