د لاسرسي ځای

تازه خبر

ساجد توري له اسټرالییا د کورمې اېجنسۍ مړي راوړي





مجید بابر - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان په پارليمان کي د رياستي او قبايلي چارو د کميټۍ چيرمين او د کورمې اېجنسۍ پارليماني غړی ساجد حسین توري وايي، د روانې مياشتې په لسمه نيټه به اسټرالیيا ته ځي چی د هغو ۱۷کسانو مړي کورمي ته راوړي چی د جون په ۲۱مه نيټه د یوې کيشتۍ د ډوبېده په پېښه کې وژل شوي وو.

نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې، دا وخت له استرالییا حکومت سره ټول ۱۷ مړي دي او نژدې ۱۱۰ کسان یې په کیمپونو کې ساتلي دي.او ځینې په هسپتالونو کې داخل کړل شوي دي. داسې راپورونه وو چې په هاغه بېړۍ کې د بلوچستان د کوټې اوسېدونکي هزاره ګان هم وو.

(( زه به په لسم جون اسټرالییا ته ځم چې د وژل شويو کسانو ، ټپيانو او د هغه خلکو ټول مالومات واخلم چې دا وخت یې په کیمپونو کې ساتلي دي. موږ سفارتي هڅې هم پیل کړې چې د وژل شويو کسانو مړي په استرالییا کې پاکستاني چارواکو ته وسپارل شي چې خپل وطن ته یې راوړو.))


غرقه شوې کیشتۍ له انډونيشيا نه اسټريليا ته روانه وه چي په کرسمس جزيره کی چپه شوه.


راپورونه ويي په هاغه کيشتي کی ۲۱۷ کسان سپاره وو چي پکي د ۱۵۲ کسانو تعلق د کورمي قباييلي سيمی سره وو.

په اسټرالیيا کی د پاکستان های کميشنر عبدال مالک عبدالله مشال ريديو ته ويلي وو چي په دغه پيښه کی ۱۱۰ کسان ژوندي ژغورل شوي ول او د ۱۷ کسانو مړي له اوبو راويستل شوی وو. د هغه په خبره ۹۰ کسان لا هم تري تم ( ورک) دي.

دغه کسان په اسټرالییا کی د سیاسي پناه اخیستو لپاره په غير قانوني توګه له انډونیشیا روان وو.

XS
SM
MD
LG