د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي


د پاکستان د جنوبي وزیرستان په تیارزه سیمه کې د یوې مورچې د دیوالونو د ړنګیدلو په نتیجه کې د ۴ امنیتي سرتیري مړه او دوه نور زخمیان شوي دي.

د سیمې نه د مشال ریډیو خبریال خبر راکوي چې مورچه په سیمه کې د ډیرو بارانونو له کبله راپریوتې ده. ټپي شوي امنیتي سرتیري د واڼا پوځي روغتون ته وړلي شوي دي. په سیمه کې اوس هم د پشګال د بارانونو لړۍ دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG