د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۱۸ کسان وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان په تربت سیمه کې پر یوه کیمپ د شویو ډزو په نتیجه کې اتلس کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان د بلوڅ مېشتي سیمې تربت د لیویزو چارواکي وايي، تېره شپه په لرې پرته سیمه کې وسله والو له کراچۍ ایران ته تلونکو د کسانو په کیمپ ډزې وکړې.

د تربت یوه انتظامي چارواکي محبوب حسن مشال راډیو ته وویل، پر دې کسانو د ورشولي په کیمپ کې ډزې وکړې.

محبوب حسن وايي، انساني قاچاقبرانو دا کسان په ناقانونه توګه ایران ته بیول.

د ده په خبره، دا کسان مزدوران مالومېدل.

نوموړي له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، تر اوسه یې په وژل شویو کې د څلورو کسانو پېژندګلوي کړې ده چې پنجابیان دي.

حسن زیاتوي، هر کله چې د ټولو کسانو پېژندګلوي وشوه نو دوی به یوه خبر پاڼه خپره کړي.

د پېښې پړه بلوڅ لېبرېشن ټایګر یا بي ایل ټي په غاړه اخیستې ده.

د دې ډلې میران بلوڅ چې ځان د بي ایل ټي ویاند بولي، رسنیو ته یې ویلي، دوی دا کسان وژلي دي.

میران بلوڅ ګواښ کړی که د پنجاب اوسېدونکي بیا د بلوچستان خاوره کاروي، نو بیا به هم وژل کېږي.

په بلوچستان کې له پاکستانه د ازادۍ له پاره بلوڅ بیلتونپالي ملتپالان له مودې راهیسې وسله واله مبارزه کوي او په صوبه کې مېشت پنجابیان او دې صوبې ته راتلونکي پنجابیان وژني.
XS
SM
MD
LG