د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري د بهاولپور پر پېښه نوټس اخیستی


د پاکستان ولس مشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولس مشر آصف علي زرداري






د اېوان صدر اسلام آباد نه جارې د بېان ترمخه د پاکستان د ولس مشر آصف علي زرداري د پنجاب په بهاول پور ضلع کې د قرآن پاک د بې حرمتی په تور د ېو سړي ژوندي سوزېدلو په پېښه د پلټنو حکم ورکړی دی او د داخله چارو سلاکار ته ېې هداېت کړی دی چې بې له ځنډه تحقېقات وکړي.

په همدې لړ کې د بشري حقونو د ېو تنظیم مشرې آمنه مسعود جنجوعه مشال راډېو تهاووېل چې داسې قسمه واقعات د بشرې حقونو خلاف ورزي ده باېد چې ددې تحقېقات وکړل شي.
،،هر ېو کس ته مذهبې ازادي ترلاسه ده،خو دا ازادي ورته نشته چې قانون په خپل لاس کې واخلې، اؤیو چا که ېو جرم کړی وي نو په ملک کې چې کوم قانون او ېا قانون نافذ کونکې ادارې وې هغوی ته دې په لاس ورکړي نو هغوی به ېې د سزا فېصله وکړې،دا بلکل صحېح خبره نه ده چې څوک دې جنګ جګړې کوي او قانون دې په خپل لاس کې واخلې،،

د پېښور پوهنتون د نفسېاتو د څانګې مشرې ډاکټر ارم ووېل چې که ېو خوا په خلکو کې برداشت ختم شوی دی نو بلخوا د تعلېم کمی هم دی.

،،له ټولو زېات د تعلېم کمی دی ځکه چې تعلېم سړې ته پوهه ورکوې که چاته داسې معامله مخې ته راشې چې هغه کس جذباتو ته په غلط انداز کتلي وي ېا ېې څه تکلېف ورکړی وي نو اظهار به څنګه کوي د اظهار خو مختلېفې طرېقې وي خو نن سبا موږ ګورو چې خلک خود کشي وکړي یا ځان ته اور ورته کړي نو دې سره خو معامله نه ختمېږې خو چونکې د تعلیم کمی دی او بل د حکومت لخوا په خلکو د مسایلو ېو امبار پروت دی نو ځکه د خلکو د صبر پېمانه ورځ په ورځ ختمېدو ده،،

خو بلخوا د داسې قسمه پېښو پحقله د قانونې چارو کار پوه شاه خاور مشال راډېو ته ووېل چې ځینې خلک خپل ذاتې دښمنیو له وجې داسې قسمه پېښو کې ککړ دي.

،،په دې کې موږ دا هم کتلي دي چې ځینې خلک د خپلو دښمنانو وهلو او ختمولو لپاره په خلکو د قرآن بېحرمتي ېا خدانخواسته د توهېن رسالت الزام ولګوې او خلک جذباتې شي قانون په خپل لاس کې واخلې اؤ داسې خپل دښمنان ختم کړي.دا ېو ډېر افسوسناک او غلط رجحان دی، حکومت او انتظامییه ته پکار ده چې داسې قانون دې جوړ کړي هاغه څوک چې جرم کوي باید سخته سزا ورکړل شي،،

ېاده دې وې چې له دې وړاندې د توهېن رسالت په قانون کې د بدلون په خبره د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر او د اقلیتونو وفاقي وزیر شهباز بټي هم وژل شوي وو،او د دې ترڅنګ څه موده وړاندې د پنجاب په یو بله ضلع کې هم ماسټر صادق د قرآن د بی حرمتۍ په الزام کې وژل شوی وو.

رابعه اکرم - مشال راډيو - اسلام آباد

XS
SM
MD
LG