د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کراچۍ بندره ناټو ته رسد پیل شو




ظفرکریمي مشال ریډیو


کراچۍ: د پاکستان د حکومت لخوا نېټو او ایساف ځواکونو ته د پاکستان له لارې د تیلو او نورو سامانونو په وړلو د بندیز لېرې کولو وروستو د پاکستان د کراچۍ له پورټ قاسمه د سامان وړونکو ګاړو د بارولو کار شوی دی او خواو شا څلویښت لارۍ بار شوي دي ـ

د ټول پاکستان ټېنکر مالکانو اتحادیيې چارواکي وایي نزدې اته میاشتو له بندیز روستو ورته حکومت د نېټو لپاره د مالونو وړلو رسمي اجازه ورکړې ده ، او ددوي په لسګونو لارۍ د کراچۍ له پورټ قاسمه بار شوي دي ـ د اتحادیې ویاند اسرار شینواري وایي،
((تش ګاړي مو د بارولو له پاره پورټ قاسم ته لیږلي ـ نن به ورته خرچی میلاو شي او نن به روان شي ـ د بار ګاړو په کسټم کې کاغذي کاروايي روانه ده او نن ماښام پورې به دغه کار هم ترسره شي ))


اسرار شینواري زیاته کړه ،چې د تیلو وړونکې ګاړي هم تیار ولاړ دي خو د هغو د ډکولو کار لا هم نه دې شورو شوې ـ دا چې د تیل وړونکو ګاړو د ځنډیدو وجه څه ده ، په اړه یې هغه وایې
((د تیلو په بهیر به دوه درې ورځې ولګېږي ـ که د پاکستان له پاره هم تیل په کار وي نو کمپنې ته ارډر ورکولو او له هغې په تیل اخیستو کې هم ورځ دوه لګيږي ـ د تیلو پروسه هم داسې وي ))


د ټول پاکستان ټېنکر مالکانو اتحادیيې مرستیال مشر انور مسود وایي، له حکومته یې غوښتي چې ددوی د خوندي توب په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي ـ د هغه په خبره نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټرانسپورټرانو ،ټیکدارانو او د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو یوه غونډه رابلل شوې ده چې په دغه غونډه کې به ټرانسپورټرانو ته په ورپېښو ستونزو غور کېږي.


((موږ د اولې ورځې نه دا خبره کوو چې موږ ته د سیکورټۍ مسلې دي ـ رحمان ملک صېب راغلی دی نن مو ورسره غونډه ده. مخکې هم ورسره زموږ په دې باب غونډې شوي دي ـ زموږ خوندیتوب ضروري دی او له دې علاوه چې کله کومه بده پېښه رامنځته شي او ډریور و کلینډر په کې مړه شي او یا ګاړی وسوځول شي د هغې د بیمې (انشورنس) په اړه مالومات ضروري دي چې دغه خلکو ته څه معاوضه میلاویږي))


د یادونې وړ ده چې له تېرو څه نا څه دولسو کلنو راهسې نېټو او ایساف ځواکونو ته تیل او نور سامانونه د کراچۍ له بندره ځي ـ په اخري دریو کلنو کې دغو تیلو وړونکو او سامان وړونکو ګاړو باندې د نامالومه وسله والو له خوا حملې شورو شوې وې چې پکې ګڼ شمیر ګاړي سوځول شوي او په سلګونه ډریورانو او کلینډرانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه ـ

XS
SM
MD
LG