د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له پاکستان سره پوځي مرستې هیڅ ګټه نه ورکوي"




ژباړه: فرخنده وزیر

د کړکېچ نړیواله ډله (انټرنیشنل کرایسز ګروپ) په خپل یو رپوټ کې لیکی، که څه هم پاکستان ته د امریکا لخوا په دې تیرو کالونو کې په بلیونونو ډالرې ورکړل شوي دي، خو نه د دغه هیواد حکومتي ادارو څه پرمختګ کړی، نه یې جمهوریت وده وکړه ، او نه دغه هیواد د جهادي ډلو خلاف کوټلې عملیات کړي.

د کړکېچ نړیواله ډله په خپل تازه رپوټ کې لیکي، د امریکا لخوا د پوځي مرستو پالیسې په دې کې ناکامه ښکاري چې د ترهګرۍ خلاف ګټورې نتیجې مخې ته راولي، او ددې پرځایې پوځ په پاکستان کې نور هم مضبوط شوی، چې په سرکاري ادارو یې د کنټرول تر لاسه کولو هڅې زیاتې کړي دي، او له دې سره په نظام کې د بدلون راتللو عمل هم د ځنډ ښکار شوی دی. دغه رپوټ لیکی باید امریکا او نور مرستندویه هیوادونو د پاکستان سره په په ولسي برخو کې مرستې کړی وای، او د دغه هیواد د سرکاري ادارو د مضبوطولو لپاره زیات کار شوی وای، او دغلته باید د غیر سرکاري ادارو او د مدني ټولنې په مضبوطولو او فعاله رول زیات زور راوړل شوی وای، نو کیدای شي دا به د پاکستان د استحکام لپاره زیاته ګټوره خبره ګرځیدلای وای.

د کړکېچ نړیواله ډله رپوټ وړاندې وایې د ۲۰۰۲ م کال راهیسې امریکا زیاتره د پاکستان سره د امنیت په برخو کې مرستې کړي دي، او په پاکستان کې زیاتره داسې فکر کیږي چې امریکا د لنډې مودې په مقصدونو کې زیاته خوښې لري.

د کړکېچ نړیواله ډله د جنوبي ایشیا د پراجیکټ ډایریکټره ثمینه احمد وایې، د پاکستان او غرب د ګټې لپاره به زیاته ښه دا وې ، چې امریکا په دغه هیواد کې د جمهوریت د مضبوطولو او د ولس د ښیګړې لپاره زیات کار کړی وای.

د تیر کال د می په دویمه نیټه کله چې د پاکستان په ایبټ اباد کې د پوځي اکیډمۍ سره نزدې د القاعده مشر اوسامه بن لادن د امریکا لخوا په عملیاتو کې ووژل شو، له هغې وروستو د پاکستان او امریکا اړیکې د تاو تریخوالې سره مخامخ شوې دي، په پاکستان کې د پوځي اداررو او بیوروکراسي لخوا په غیر سرکاري ادارو او د هغوي په کار یو شمیر بندیزونه ولګیدل، د امنیت وضع مخ په خرابیدو شوه، او د تاوان لپاره د تښتولو د زیاتیدو له عمله هم مرستندویه هیوادونه په دې فکر کولو مجبوره شوي دي، د دوی ورکړل شوی امداد ایا واقعې هم په ټاکل شوو اهدافو او د پرمختګ په کارونو لګیدلي او که نه.

رپوټ زیاتوي، په پوځي برخو کې د ورکړل شوي امداد باید څارنه وشي، او دا خبره یقینې شي، چې د پاکستان پوځ د جهادي ډلو سره خپلې مرستې ختمې کړې ، د بشري حقونو د سرغړونکو خلاف یې کاروایې کړي، او جمهوریت د راپرځولو په اړه به هم کوم ګام مخې ته نه راځي.

XS
SM
MD
LG