د فرخنده وزیر ژباړه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
رویټرز خبري اژانس لیکي، د تیر خالي ورځ د مصرې ولس لپاره یوه تاریخي ورځ وه، چې نوي ولسمشر محمد مورسي یې په باقاعده توګه سوګند پورته کړو.
په دغه ورځ د مصر د پوځ مشر حسین تنتاوي وویل، ، دوی به د هغه لوظ پالنه کوي، چې د مصري ولس او د خدای په وړاندې یې کړی دی، اوس مصر یو منتخب ولسمشر لري، چې د خلکو په رایو منتخب شوی دی.
د دې نه وړاندې چې کله د مصر نوی ولسمشر مورسي د سوګند پورته کولو لپاره راتللو ، نو فیلډ مارشل حسین تنتاوي ورته هرکلی وکړو، چې دا د دغه هیواد لپاره یوه تاریخي ورځ وه، چې د مصر پخ سرکاري ټیلې ویژن دغه ټول پروګرامونه نیغ په نیغه وښودل .
نوي ولسمشر محمد مورسي په قاهره کې هم په هغه سټیج قام ته وینا وکړه، چې په ۲۰۰۹م کال کې پرې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسلامي نړۍ په حکمرانانو غږ کړی و، خپل ولس ته د رایې ازادي ورکړي.
محمد مورسي د قاهرې پوهنتون کې د خپلې وینا پرمهال وویل، دوی به د مصر د پوځ درناوی کوي (( د مصر پوڅ به بیرته خپل اصلي کار ته چې د امن ټینګول، او د سرحدونو ساتل دي، ستون شي. پوځ به د دغه هیواد د ټولو ګرانو او په وسله بار د امنتي ځواکونو په مرستو د هیواد له ادارو سره د اساسي قانو په چوکاټ کې او د قانون تر حاکمیت لاندې کار کوي. زه د دوی د کارونو ستاینه کوم.))
مورسي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې هیواد به یې د نړیوالو تړونونو او لوظنامو درناوی کوي.
د هغه د سوګند پورته کولو د پروګرام په وخت د پوځ لخوا هغه ټول رسمي ګامونه پورته شوي وو، کوم چې د مصر پخوانیو حکمرانانو لپاره وو.
مورسي وویل، مصر د نړۍ لپاره یو مثال دی، چې هلته څنګه واک د پوځ نه په یوه ډیره ښه طریقه د ولس لخوا منتخب شوي کس ته ورکړل شو.
رویټرز لیکي، ولسمشر مورسي د پوځ د کار او رول ستاینه وکړه، خو په خپلو خبرو کې یې ورته یو ښکاره پیغام هم ولیږو، چې باید د خپل کار سره کار وساتي.
رویټرز لیکی، د حسین تنتاوی دغه پروګرام ته د راتګ په وخت ځینو خلکو داسې شعارونه هم ورکړل،چې د پوځ واک پای ته ورسید، او اوس به د ولس واک وي.