د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا درې زره نوکریانې دې حقدارو ته ورکړل شي"



ګل اياز، مشال راډيو


پراګ ــ د پاکستان وفاقي حکومت د قبايلي سيمو لپاره د درې زره نویو نوکريانو منظوري ورکړيده. دا پريکړه د رياستي او سرحدي چارو وفاقی وزير انجنير شوکت الله په مشري کې په يوه غونډه کې شوې. په پيښور کې د فاټا سکرټريټ يو چارواکي فضل الله مشال را‌ډيو ته د دې فيصلي تصديق کړی او وايي چې دغه نوې نوکريانې به په ليويز ځواک کې وي. دي زياتوي چې دا وخت په قبايلي سيمو کې د ليويز ځواک شميره خوا شاه نهه زره ده، او په دې لړ کې له فاټا سره تعلق لرونکي د پارليمان غړو او لوړ پورو چارواکو يوه غونډه کړي وه.

فضل الله د قبايلي سيمو لپاره د نویو نوکريانو د نوعییت په اړه وويل ((له ټول اووه قبايلي ايجنسو نه به د خلکو نمايندګي وي. د دې لپاره دا معيار ټاکل شوي چې کوم کس درخواست ورکوي هغه به اتم جومات پاس وي، تعلق به يې له قبايلي سيمو سره وي، د هغه عمر به له اتلس کالو نه واخلي تر ۲۵ کالو پورې وي او په دې کې دا هم شامل دي که چرې یو کس له قبايلي سيمې بهر واده کړي وي نو هغه د دې لپاره به اهل نه وي.))

د قبايلي سيمو لپاره د نوو نوکريانو منظوري به خلکو ته د روزګار وسيلي برابرې کړي خو د قبايلي خبريالانو د ټولني مشر صفدر حيات داوړ وايي چې د نوکريانو په وېشلو کې توازن پرځای وساتل شي او د ميډيا رول په دې کې ډير مهم دی.

دی وايي ((په کار ده زما خبريالان ملګري په حساب کتاب ته خصوصي پام واوړوي، او په سماجي مسلو زيات کار وکړي. نړيوالې ميډيا ډرون او ځانمرګو بريدونو ته پام اړولی خو بايد زموږ ميډيا په دې کار وکړي چې کوم کارونه روان دي او کومې پيسې خرچيږي په هغو نظر وساتو.))

صفدر داوړ زياتوي چې يواځې د نوکريانو منظوري ورکول کافي نه دي بلکې دا باید عملی کړل شي او حقدارو خلکو ته نوکريانې ملاوشي. د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي حاجی شاهنواز خان شکايت کوي چې د نور وختونو غوندې دغه نوکريانې به هم بااثره خلکو ته ملاويږي.

دي وايي (( دغه نوکريانې عامو خلکو ته نه ملاويږي، دا ټول د بااثره خلکو لاس ته لوېږي. د قبايلي سيمو غريب کورونو کې ډير قابله او تکړه هلکان دي خو هغه بې وزله دي او سپارښ نه لري نو هغوی په ځای پاته شي. په دې نوکريانو کې حقدار ته نه کتل کيږي او د ملکانو خوښه ده چې چا ته يې ورکوي او په چا يې خرڅوي.))

خو د فاټا سيکرټريټ چارواکي فضل الله وايي نوکريانې به حقدارو ته ورکول کيږي.
دي زياتوي ((دا شکايتونه کيږي او د دې د ازالې یا جبران لپاره دفاټا ايډيشنل چيف سيکټري ډاکټر تاشفين باور ورکړي چې ټوله برتي به په ميرټ کيږي.))

له دې وړاندې هم د قبايلي سيمو لپاره نوکريانې اعلان شوې وې خو د کارپوهانو په نظر بايد د ځايي خلکو شکايتونه په پام کې ونيول شي او تقسيم د برابری په بنياد وکړل شي.

XS
SM
MD
LG