د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت ځوانانو لپاره معاشي پالیسي جوړه وي





د خیبر پښتونخوا حکومت وایي په صوبه کې یې د ځوانانو دمعاشي، ټولنيز او سياسي پرمختګ لپاره په پاليسۍ کار پيل کړی چې د دوی په خبره په دوو میاشتو کې به یې سر ته ورسوي.


په پېښور کې د یو خبري کانفرنس وروسته د صوبې د لوبو ، سیلګرۍ او د ځوانانو چارو وزیر سید عاقل شاه مشال ریډیو ته وویل، په صوبه کې د ځوانانو آبادي تر ۶۰ فیصدو ډېره ده، ځکه خو وزیراعلی امیر حیدرخان هوتي د دوی د ښه راتلونکې لپاره پر یوې تګلارې کار پيل کړی چې په دوو میاشتو کې په کابینه کې د منظورېدو وروسته به یوه لویه جرګه راغوړي چې دا تګلاره په کې اعلان کړي.


په دې موقع د لوبو او د سیلګرۍ د محکمي سیکرېټري سید جمال الدین شاه مشال ریډيو ته وویل چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره په تګلاره جوړولو کې به د دیني مدرسو د ځوانانو په شمول د نورو څانګو له ځوانانو سره سلا مشوره کېږي.
XS
SM
MD
LG