د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني ډلې په باب له پاکستان سره د امریکا خبرې


 په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو مشر جنرل جان الن
په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو مشر جنرل جان الن

ژباړه فرخنده وزیر

رویټرز خبري اژانس لیکي، په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو مشر جنرل جان الن به له پاکستاني چارواکو سره د حقاني اورپکې ډلې خلاف د عملیاتو په اړه خبرې کوي. د دغه ترهګر ډلې په اړه امریکایې چارواکي وایې، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو خلاف په عملیاتو کې بوخت دي، او په پاکستان کې پټن ځایونه لري.


رویټرز لیکي جنرل ایلن به د پاکستان سره په دې وروستیو کې پر پاک افغان پوله په افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو مسله هم پورته کوي. په تیره اونۍ کې وسلوالو د کابل په خواو شا کې په یو هوټل برید وکړ، یو شمیر عام خلک یې یرغمال کړ، او د افغان و بهرنیو ځواکونو سره په نښته کې چې نزدې ۲۰ ساعته اوږده وه، شلو عامو خلکو پکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

جنرل الن وایي، دغه برید حقاني ترهګر ډلې تر سره کړی دی ، چې له پاکستانه د داسې بریدونو منصوبې جوړوي، او له دې ه اوسنیو تورونو سره د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا خرابیدای هم شي.

د افغانستان په خوست ولایت کې د جون په لومړنۍ نیټه د امریکا په یوې پوځي اډې د حملې تور هم وروستو نیټو چارواکو په حقاني ډلې اچولی وو.

پاکستان د تیر ګل په ورځ نیټو او افغان چارواکو ته خپل احتجاج درج کړو، چې د افغانستان لخوا د وسلوالو طالبانو په یو برید کې یې ۱۳ پوځیان وژل شوې وو، او وایي نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو د محفوظ ځایونو په ختمولو کې ناکامه ښکاري.

پاکستان غواړي نیټو او افغان ځواکونه د وسلوالو طالبانو خلاف عملیات وکړي، چې پر پاک افغان پوله ترهګر بریدونه کوي، او په پاکستان کې د عامو خلکو په وژنو کې لاس لري، اخوا افغانستان او امریکا بیا داسې نظر لري باید پاکستان د هغه ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره کوټلي عملیات وکړي، چې په دغه هیواد کې وسلوال بریدونه کوي.

افغان چارواکي د دې وروستیو بریدونو په اړه وایې، وسلوال طالبان له پاکستانه بریدونه کوي، او اوس یې هم د پاکستان د حکومت خلاف حملې پیل کړي، چې په دغو کې افغان او نړیوال ځواکونه لاس نه لري.

رویټرز لیکي اسلام اباد او واشنګټن په دې وروستیو کې له یو بل سره په یو شمیر مسلو اختلافات لري، او د تیرکال د نومبر د ۲۶مې نیټې وروستو د دواړو هیوادونو تعلقات له کړکیچ سره مخامخ دي، چې لا هم خپل عادي حالت ته نه دي ستانه شوي.
XS
SM
MD
LG