د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستانی عدالت جنرال ته په سترګو کې نشي کتلای'



ژباړه: ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: ګاردين ورځپاڼه

له برتانیې خپرېدونکې په ګارډين ورځپانې کې ليکوال محمد حنيف وايي، د وزيراعظم له څوکۍ څخه د سيد يوسف رضا ګيلانی لرې کول د پاکستان له پاره بد خبر دی.


د پاکستان عدليه د قانون حکمرانۍ خبرې نه کوي بلکې خطیبانه انداز لري چې د پوځ له پاره غوره دي.

ليکوال په پاکستان کې د سپريم کورټ د پخوانيو فيصلو حواله ورکړې او ليکي، يوه وزير اعظم ته يې پانسې ورکړې، بل ته يې د عمر قيد سزا واوروله او زياتره سياستوال يې په جلا وطنۍ مجبوره کړل.

دا اوسنۍ فيصله هم د دې عمل تسلسل دی.

د پاکستان نوی وزيراعظم راجه پرويز اشرف منتخب شو او عدالت به ډېر په فخر او وياړ دا خبره کوي چې ګورئ قانون د ټولو له پاره برابر دی.

پوځ به وايي، په دې کې د هغوی لاس نشته.

ليکوال پوښته کوي، ولې د بشری حقونو کارکوونکي دا عدالتی کودتا ګڼي او ولس په دې ويروي چې جمهوري نظام به وپرځېږي؟

د ليکوال په وينا، د پاکستان سياسي فيصلې د پوځ په هيډکوارټر (جي اېچ کیو) کې کېږي خو د عملي کولو له پاره بیا عدالت ته منتقل کړي.

د سپريم کورټ چيف جستس افتخار چودری په ۲۰۰۹م کال کې له پر حاله کېدو راهيسې په دې هيواد کې د نورو په شان خپل ځان تر ټولو زيات ښه او صحيح بولي، دې ته انتظار نه کوی چې څوک به په عدالت کې مقدمه وکړي بلکې ټيلی وژن ګوري او د خپلې خوښې اقدام کوي.


ليکوال ليکي، په پاکستان کې له نيمه زيات خلک بې سواده دي او هغوی ته د ((سو موټو)) مانا هم مالومه نه ده.

په ګارډین ورځپاڼې کې محمد حنیف لیکلي، کله چيف جستس د خپل زوی د درغليو په تورونو سو موټو (له خپل طرفه) نوټس واخیست نو د مقدمې د اورېدنې پرمهال يې قران ايښی وو او خپل ځان يې دويم خليفه حضرت عمر (رض) سره پرتله کاوه.

ليکوال په مقاله کې د نورو مهم معاملاتو ذکر کړی او وايي چې سپريم کورټ د قانون سر لوړۍ ته دومره لېواله نه ښکاري بلکې د خپلو خطبو په جاري ساتلو کې دلچسپي لری.

عدالت د مخصوص انصاف هنر ترلاسه کړی، هم په دغه عدالت کې له ۱۵ کالو راهيسې د آی ايس آی درغليو مقدمه پرته ده خو دا عدالت يوه جنرال ته هم په سترګو کې نېغ نشي کتلای مګر د ولس منتخب کړي وزيراعظم کور ته لېږدوي.

ليکوال د مقالې په پای کې زیاتوي، پخوا به په پاکستان کې يوه ټوکه کېده چې تاسې يو جج اخیستلای شئ نو ولې وکيل ته پيسي ورکوئ؟

خو اوس تاسې هغوی نشئ اخیستای ځکه چې په تاريخ کې د خپل ځان جوړلو کې ډېر زيات بوخت دي.
XS
SM
MD
LG