د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې هدفي وژنې، اته کسان وژل شوي


ورځې مخکې د کوټې د پوهنتون پر بس هم حمله شوې وه
ورځې مخکې د کوټې د پوهنتون پر بس هم حمله شوې وه
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د پاکستان د کوټې د پولیسو په وینا، د دې ښار په سریاب سړک نامالومه وسله والو پر يوه دوکان ډزي کړې او ۱۰ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې.


پولیس زیاتوي: د سریاب سړک له سریاب مل سره څېرمه د يوه دهوبي پر دوکان د شنبې په ورځ د غرمې وروسته وسله والو برید وکړ، چې په کې ناستو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

تر پېښي وروسته د پولیسو ډي ايي جي اپرېشن قاضي واحد مشال ته وویل:

((په دې پېښه کې ټول اته تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. وسله وال بریدکوونکي د دوبي [جامې یا کالي مینځونکی] دې دوکان ته ننوتي، او هم هلته يې په ناستو کسانو ډزي کړې دي. پنځه تنه په هم هغه ځاي ووژل شول او دریو نورو په روغتون کې ساه ورکړه. تر اوسه مو ددې پېښي په اړه څوک نیولي نه دي، خو پلټنې مو پېل کړې دي، او انشاء الله ډېر ژر به ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپارو.))

په دې پېښه کې درې تنه نور ژوبل دي، چې سول روغتون د ډاکټرانو په وینا د يوه تن حالت د اندېښنې وړ دی. وژل شوي او ټپیان ټول د کوټې سنډیمن روغتون ته راوړي.

د پولیسو يوه بل چارواکي عاصم بیا وویل: په دې پېښه کې د وژل شويو او ژوبل اکثره و کسانو تعلق له سند صوبې سره دی.

د رپوټ تر بشپړېدو د سریاب د دې پېښې مسوولیت لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG