د لاسرسي ځای

تازه خبر

راجا پروېز اشرف د پاکستان وزیر اعظمۍ سوګند وکړ


راجا پروېز اشرف
راجا پروېز اشرف


پراګ - د پاکستان نوي وزیر اعظم راجا پروېز اشرف بېګا د شپې په ولسمشریزه ماڼۍ کې د خپلې دندې سوګند کړی دی.


د ایین تر مخې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هغه ته سوګند ورکړ.

تر دې مخکې د دې هیواد قامي اسمبلۍ د پیپلز ګوند غړی راجا پروېز اشرف د هیواد نوی وزیر اعظم وټاکه.

نوي ټاکل شوي وزیراعظم راجا پروېز اشرف قومي اسمبلۍ ته په خپله لومړۍ وینا کې له حکومت سره په جنګ وسله والو ته له جګړې د لاس اخیستو غوښتنه وکړه:

((د دولت ضد جنګیالیو له غیر ذمه وارانه چلن څخه اسلام او پاکستان ته یو نه پوره کېدونکی زیان رسېدلی او رسېږي. زه د پاکستان د وزیراعظم په حیث له دوی غواړم چې وسلې وغورځوي او په قومي بهیر کې شامل شي.))

وزیراعظم راجا پروېز اشرف په خپله وینا کې وویل د بلوچستان د مسلې هوارول به یې لومړیتوب وي.

هغه وویل، له بلوڅانو سره په شوي تېري پوه دي او د هغه د ازالې لپاره به پوره هڅه کوي.

نوي وزیر اعظم وویل ، که په افغانستان کې امن نه وي نو په پاکستان کې امن نه شي راتللای.

ده وویل، دوی به په افغانستان کې د سولې له پاره خپل رول لوبوي.

نوي وزیر اعظم پروېز اشرف زیاته کړه، د هند و امریکا په ګډون له ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هیودانو سره د امن او برابرۍ پر اساس اړیکي غواړي.
XS
SM
MD
LG