د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځوانه هنر منده غزاله جاوید ووژل شوه




فرخنده وزیر- مشال راډيو

پراګ:-د پېښور پولیس وايي، د پښتو موسیقۍ وتلې او ځوانه سندر غاړې غزاله جاوید د ګل ورځې په ماښام په پیښور کې د خپل پخواني خاوند جهانګیر لخوا له خپل پلار سره یو ځای په ډزو ووژل شوه.


پر هغې شپږ ګولۍ لیګدلې وې او د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې یې د مرګ تصدیق وشو. رپوټونه وایي غزاله جاوید د یو کار لپاره ډبګرۍ ته تللې وه، چې هم هلته ووژل شوه.

غزاله جاوید په ۲۰۰۴م کال سندرې پیل کړې، او ډیره زر په خلکو کې مشهوره شوه. هغې نه یوازې یو خوږ اواز لرلو ، بلکې د خپل ښایست له وجې یې هم ډیر مینه وال لرل.



هغې په خپلې یوې سندرې ًڅه نرۍ نرۍ باران دی، او جدا رانه جانان دی ُ په خلکو شهرت وموندلو. غزاله جاوید په ۹۰ ۱۹م کال کې د سوات په بڼ سیمه کې زیږیدلې وه، او په ډیر وړوکي عمر کې یې سندرو ته مخه وکړه. چې نه یوازې په پاکستان بلکې په افغانستان او دا شان په بهر ملکونو کې په میشتو پښتنو کې یې ډیره خوښي لرله.




په سوات کې چې کله په ۲۰۰۹م کال کې د وسلوالو طالبانو خلاف پوځي عملیات پیل شول، نو د غزاله جاوید په شمول یو شمیر هنرمندان په کډه کولو مجبوره شول. چې دغه حالاتو د نورو ترڅنګ پښتنې هنرمندانې هم متاثره کړې.

غزاله جاوید
غزاله جاوید


د ۲۰۱۰م کال په فرورۍ کې غزاله جاوید د پیښور له یو اوسیدونکي جهانګیر سره واده وکړ، چې د څه مودې وروستو یې له هغه سره تاوتریخوالی راغلی، او د خپل پلار کره سوات ته لاړه، چې وروستو یې په عدالت کې د پرېښودو (خلع) درخواست داخل کړو ، او دا شان له خپل خاونده بیله شوه.



د غزاله جاوید عمر ۲۲ کاله وو، او په خپلو خویندو کې له ټولو کشره وه.

د غزاله جاوید د هنر ملګري وایي، هغې غوښتل چې سندرو ته یو ځل بیا راشي، او په دې لړ کې یې خپل کوښښونه پيل کړي هم وو، خو ژوند ورسره وفا ونه کړه.
XS
SM
MD
LG