د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له هندوستانه خوشاله دي


د هندوستان وزیر اعظم من موهن سنګ د امریکا د دفاع وزیر لیون پینیټا سره د خبرو پرمهال
د هندوستان وزیر اعظم من موهن سنګ د امریکا د دفاع وزیر لیون پینیټا سره د خبرو پرمهال


له رویټرز آژانس څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د فرخنده وزیر ژباړه

رویټرز خبري اژانس لیکي، په افغانستان کې وسلوالو طالبانو په خپل ویب پاڼه په دغه هیواد کې د هند د رول ستاینه کړې، او دا یې هم ویلي چې هند باید د دوی په هیواد کې د زیات رول لوبولو نه ډډه وکړي.



رویټرز خبري اژانس لیکي ، په افغانستان کې وسلوالو طالبانو د دغه هیواد سره د هند د رویې ستاینه کړې، او ویلي دي، که څه هم امریکا هند ته په افغانستان کې د دوی سره د مرستې غوښتنه کړې، خو هند په افغانستان کې د زیات رول لوبولو نه ډډه کړې. طالبانو دا هم ویلي چې دوی به خپله خاوره د یو بل ملک خلاف استعمالولو ته کله هم پرینږدي.

رویټرز لیکی په افغانستان کې طالبان چې د پاکستان سره اوږدې او ژورې اړیکې لري، اوس د دغه هیواد د روایتي حریف هند لپاره یوه نرمه رویه ښایې. د امریکا او وسلوالو طالبانو تر مینځ د افغانستان د سولې خبرې په تیر وخت کې پیل شوې وې، او له دغې لپاره دواړه خواوې په قطر کې د یو دفتر په پرانستلو هم راضي شوې وې ، خو دغه خبرې په موجوده وخت کې دریدلي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پینیټا هند ته په خپل وروستني سفر کې په دې خبره زور راوړی وو، چې باید هند په افغانستان کې یو زیات فعاله رول ولوبوي. اوس چې کله د ۲۰۱۴م کال تر پایې پورې به د دغه هیواده نړیوال ځواکونه ووځي، طالبان وایي، پینیټا د هند په راضي کولو کې پاتې راغلی دی.

رویټرز لیکي، وسلوالو طالبانو په خپلې انګریزۍ ویب پاڼه کې لیکلي، لیون پينیټا په هند کې درې ورځې تیرې کړې، او غوښتل یې چې د افغانستان بوج اوس د خپلو اوږو لرې کړي، او په هندي ځواکونو یې ورواچوي، او دا شان د افغانستانه ووځي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري اژانس ته وایي، هند امریکا ته داسې هیڅ یقین دهاني ورنکړه، چې دې نه دا ثابتیږي، هند په حقایقو پوهیږي.

په تیرووختونو کې هندوستان یو په هغو هیوادونو کې و، چې د افغانستان سره یې زیاتې مرستې کړي. د افغانستان د پارلیمان د ودانۍ او داشان په دغه هیواد کې د سړکونو په جوړولو هندوستان څه نا څه ۲ اربه ډالرې مصرف کړي دي. خو دغه هیواد د افغانستان د امنیت خوندي کولو ته بیا هغسې پام نه دی کړی، سره ددې چې د افغان امنیتي ځواکونو افسرانو ته یې په هند کې روزنه ورکړې ده.

طالبان وایې، هند په دغې سیمې کې یو لوی هیواد دی، او د افغانستان په اړه پوره مالومات لري، ځکه چې په تاریخ کې دواړه هیوادونه یو بل ډیر ښه پیژني، او زیاتوي ، دغه هیواد د افغانانو د کولتور ، تاریخ او د ازادۍ لپاره د مینې نه خبر دی. او دوی به کله هم دا ونغواړی چې خپل هیواد یوازې د امریکا په خاطر د افغانستان په شخړه کې راګیر کړي.

رویټرز لیکي په دغه سیمه کې پاکستان بیا د افغان طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره روایتي اړیکې لري، خو اسلام اباد داسې تورونه ردوي، چې ګینې دوی دغه ترهګرې ډلې استعمالوي. د هند د یوې استخباراتي ادارې پخوانی مشر وکرم سود وایي، د طالبانو دا بیان هند ته یو خبر داری ورکول دي، او زیاتوي، دوی غواړي هند ته دا هم ووایي، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو وتلو وروستو څه غلط کار ونکړي .
XS
SM
MD
LG