د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافتخارارسلان کیس عدلیه،حکومت او میډیا په ټکر کړي


د ارسلان افتخار انځور
د ارسلان افتخار انځور

له ایکسپریس ټریبیون څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د منورشا ژباړه


د چیف جسټس افتخار محمد چوهدري په زوی ، ارسلان افتخار باندې د ملک ریاض لخوا لګول شوو تورونو یو شمېر معاملې رابرڅیره کړې،که یوې خوا ته عدالت د ولس باور پرځای کولو ته اړتیا لري نو بلې خواته د میډیا په کردارهم خلک اعتراض کوي چې هیڅ ضابطه اخلاق نه لري.


دي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په یوه مقاله کې راغلي ،پاکستان کې په تیرو څو ورځو کې یو شمېر داسې خبرې رامنځ ته شوي چې وړاندې یې مثال نه لیدل کیدو. یو مشهور سرمایه دار ملک ریاض د چیف جسټس په زوی تورونه لګولي، او ددغو تورونو ترڅنګه د میډیا په حواله او وسیله یو شمېر خبرې مخې ته راغلي چې په اړه یې میډیا پخپله ویشل شوې ده.

یو اړخ یې د چیف جسټس ملاتړي ښکاري او وايي چې دا دعدلیې خلاف سازش دی، بل اړخ یې وايي چې ددې شخړې مکمل او بې پلوه تحقیقات پکار دي.
دپاکستان ستره محکمه
دپاکستان ستره محکمه



ورځپاڼه لیکي ددې شخړې په حواله سپریم کورټ پخپله هم ګامونه پورته کړي. چیف جسټس په دې اړه ازخود نوټس اخیستی چې پکې یې پخپله د بنچ مشري کوله، خو د عدالت ضابطه اخلاق وايي چې کوم جج د مقدمې د یو اړخ یا دهغې د وکیل سره څه قسمه تړاو لري، هغه په دغه مقدمه کې د جج په حېث نشي پاتې کیدلې، او له دې وجې چیف جسټس افتخار محمد چوهدري ددې کیس نه ډډې ته شو ځکه چې په دې کې مهم کردار ارسلان افتخار یې زوي دی.

ورځپاڼه وايي ددې مقدمې یو اهم موړ دا دی چې د خبري غونډې پرمهال ملک ریاض قرآن مجید په لاس کې نیولې و او داراز د مذهب، عدالت او آیین ترمنځه یو پیچیده صورتحال مخې ته راغی چې ددې مقدمې په فیصله کې به هم بنیادي کردار ولري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې ددې مقدمې په لړ کې جوړ شوي عدالتي پېنل هم خپله اورونه کې حکومت نه د ضروري ګامونود پورته کولو غوښتنه کړې خو ددغو ګامونو لپاره یې چوکاټ نه دی واضحه کړی. په دې لړ کې ځيني خلک اندیښمن دي چې په دې حالاتو کې دغه تحقیقات د سیاسي اغیز لاندې راتللی شي. او دراز دا شخړه اوس د عدالت نه د سیاست په لور روانه ښکاري.

ورځپاڼه لیکي په دې ورستیو کې عدالت د لادرکه خلکو په مقدمه او د ۱۹۹۰م په انتخاباتو کې د پوځ د استخباراتي ادارې د ممکنه کردار په اړه اوریدنه کړې او ځینې خلک دا فکر کوي چې له دې وجې هم امکان دی چې دا شخړه به په عدلیه د فشار اچولو یوه هڅه وي.

بلخوا په میډیا د ملک ریاض اثر رسوخ د دې ادارې د کردار په هکله یو شمېر پوښتنې راپورته کړي، او دهغه د مرکې په وخت د پروګرام د کوربنو ترمنځه دوقفې پرمهال شویو خبرو اترو د میډیا په هکله د خلکو باور ته زیان رسولی دی.

ورځپاڼه په آخر ه کې لیکي، ددې خبرې ډېر ضرورت محسوسیږي چې د میډیا لپاره ضابطه اخلاق جوړول ډېر مهم د، او پکار دي چې سپریم کورټ هم د خپل اعلی مقام او کردار په رڼا کې ددې شخړې بشپړه تحقیقات وکړي، ځکه چې په موجوده وخت کې میډیا او عدلیه د ولس دباور د کمی سره مخ دي.
XS
SM
MD
LG