د لاسرسي ځای

تازه خبر

لواړګي کې درنه چاودنه لسګونه کسان مړه او ژوبل



مشال راډیو

لواړګی : د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې چاودنه شوې ده چې په کې شلو نه زیات کسان وژل شوي دي.


له سیمې د مشال راډیو خبریال دسیمې د پولیټیکل ایجنټ مرستیال په حواله وايي چې په دې چاودنه کې له پنځوسو زیات نور کسان ژوبل شوي هم دي.د لواړګي د روغتون ډاکټر اعظم وزیر بیا مشال ته وویل چې په دې چاودنه کې د ماشومانو په ګډون له اویاوو زیات کسان ژوبل شوي دي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



د مشال راډیو خبریال وايي، په روغتون کې عمله هم کمه ده او په طبي مرستو کې مشکلات دي.

د خیبر چارواکو ویلي، چاودنه د یوه پک اپ موټر په ذریعه شوې ده. چارواکي وايي، په دې پک اپ کې بارود ایښودل شوي ول.



تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



یو ژوبل کس د پېښې د ځای نه د ټیلي فون په کرښه مشال راډیو ته وویل :

(( د قچرو کوڅه کې چاودنه وشوه،زه هم زخمي شومه ، دلته پروت یمه، هرسړی په خپل ځان دی، وینې وینې او غوښې غوښې لیدل کیږي. مخ او سینه مې لګیدلي، دعا کوئ چې ښه شمه. ))


د لواړګي د چاودنې ټپیان په روغتون کې
د لواړګي د چاودنې ټپیان په روغتون کې


دسیمې خلک وايي داسې ښکاري لکه ددې چاودنې نخښه چې د سیمې دامن د لښکر غړي به وو. په یاده سیمه کې ذخه خیلو قبایلو دامن لښکر جوړ کړی دی، چې په سیمه کې دامن د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

تر اوسه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG