د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن ګهیځ ډرون برید بیا درې مشکوک وسله وال ووژل


ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې د اورپکو دپه نښه کولو کې یو تر ټولو موثره وسله ګڼل کېږي
ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې د اورپکو دپه نښه کولو کې یو تر ټولو موثره وسله ګڼل کېږي



د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د ډرون په بريد کې درې مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

په سیمه کې استخباراتي سرچینې وایی بې پایلټه الوتکو نن سهار وختي د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې پر يو کور ميزایل و توغول او درې وسله وال يې ووژل.

تر دې وړاندې پرون مازيګر هم ډرون الوتکو په میرام شاه رزمک سړک د وسله والو طالبانو یو ګاړۍ په نښه کړی وه په دې بريد کې د دوو وسله وال وژل شوي دي.

په وزیرستان کې له تيري څه مودې راهيسي امریکایی ډرون بریدونو یو وا بیا زور اخیستی.

پاکستان ډرون بریدونه د خپل ملي حاکمیت پر ضد تیرۍ ګڼي خو امریکا دغه بریدونه د تره ګرۍ ضد جګړې برخه بولي.
XS
SM
MD
LG