د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روزګان کې ځانمرګي تر بريد وړاندې چوولي





سید شاه سقیم - مشال راډيو

کندهار:- افغان چارواکي وايي چې په روزګان ولايت کې دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې غوښتل يې په دغه ولايت کې ډله ييز بريد وکړي تر بريد وړاندې وژل شوي دي. د چارواکي په خبره د ځانمرګيو تر وژلو وروسته وسلې او ماينونه هم لاس ته ورغلي.

د چارواکيو په خبره وژلو شويو ځانمرګيو د روزګان په مرکز ترينکوټ کې په يو کور د بريد له ځانونه چمتو کول چې پوليس پرې خبر شول او په هماغه کور کې يې را ايسار کړل.

د روزګان د امنيه قومندانۍ وياند فريد عايل مشال راډيو وويل چې د پوليسو تر ورسېدو وروسته ځانمرګي مجبوره شوي چې په ځانونو پسې تړلي واسکټونه وچوي.

دی وايي له هماغه کور څخه چې ځانمرګيو پکې ځانونه د بريدونو له پاره چمتو کول پوليسو ته په زياته اندازه چاودېدونکي توکي او ماينونه هم لاس ورغلي دي.

(( د روزګان په مرکز ترينکوټ کې دوه تنه ځانمرګي په يو کور کې ننوتي وو او هلته يې د ځانمرګيو واسکټونه هم اغوستې وو. پوليس د کره راپورونو په اساس هلته ورغله او هغه کور يې محاصره کړ، وروسته ځانمرګي مجبوره شول چې ځانونه والوزوي. په دغه بريدونو کې يوازې ځانمرګي وژل شوي بل چاته زيان نه دی اوښتی. او له هغه کور څخه مونږ ته لسکونه ماينونه او په زياته انداره ثانيه سوز لاين هم لاسته راغلی دی ))

عايل وايي داسې فکر کوي چې ځانمرګيو غوښتل په ترينکوټ کې په کومه ودانۍ د ځانمرګيو ډله ييز بريد وکړي. تر اوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم د روزګان پوليس د دغه ولايت په مرکز کې دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي تر بريد له مخه ژوندي نيولي وو .
XS
SM
MD
LG