د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان به یوازې نه پرېږدو. راسموسین


 د نيټو سيکريټري جنرل اندرې فوغ راسموسن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د شیکاګو سرمشریزې پر مهال خبرې کوي
د نيټو سيکريټري جنرل اندرې فوغ راسموسن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د شیکاګو سرمشریزې پر مهال خبرې کوي



د نيټو سيکريټري جنرل اندرې فوغ راسموسن د افغانستان د يوازي نه پريښودلو هوډ څرګند کړی دی. نوموړي ويلي نړيواله ټولنه افغان ماموريت په کاميابي سره سرته رسولو ته ژمنه ده. نيټو د دوه زره څوارلس تر پايه د خپلو يو لکهه ديرش زره عسکرو له افغانستان د ايستلو پلان لري.

دا خبره نوموړي د استرالییا په پلازمېنه کېنیبرا په پرېس کلب کې د غرمۍ ډوډۍ پر مهال کړېده.


راسموسین ويلي دوی به خپل شاته د امنيت خلا نه پريږدي. دده په خبره د افغانستان ماموريت په کاميابې ته سر ته رسول د نړيوالي ټولني ګډه ګټه او ذمه واري ده.


راسموسن زياته کړه د خلکو په شان دی هم په حالاتو کې پرمختګ غواړي چې دا رنګه دغه هيواد د ترهګرو د خوندي پناه ګاه جوړيدو څخه و ژغورل شي.


د نيټو د سيکټري جنرل په وينا سربيره پردې د ايساف غړي هيوادونو وتو ته بې صبره دي خو دوی ټول ماموريت په کاميابي سره سرته رسولو ته ژمن دي هغه هم په داسي حال کې چې معاشي بحران دی او د خلکو په ملاتړ کې کمی هم راغلۍ دۍ.


دده په وينا ځيني ملګري هيوادونه غواړي د واک سپارلو په پروسه کې د خپلو عسکرو شمیر راکم کړي خو دوی د دوه زره څوارلسم کال تر پايه پوري په افغانستان کې پاته کيدو ته ژمن دي.


په دې لړ کې نومړي د اسټريليا او فرانس ذکر وکړی او ویې ويل دواړو هيوادونه د مشن سرته رسيدلو پورې د خپل کومک وعده کړې ده.


راسموسن د افغان ولسمشریزه ټاکنو ذکر وکړې او وې ويل چې دوی له حامد کرزي څخه د آئين د درناوي هيله لري.


د نيټو سيکريټري جنرل ايندرس فوغ راسموسن ټينګار وکړی چې ايساف به په رښتيا هم د افغانستان د ولسمشری د راتلونکو انتخاباتو په خوندي ماحول کې کولو ته تيار وي.
XS
SM
MD
LG