د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې لوونه خلاص خو چندې پیل شوې




نقیب الله متونوال - مشال راډيو

خوست:- دا مهال په خوست کې د اوړي د فصل او د غنمو د حاصلاتو د ټولیدو وخت دی، ځینوځایونوکې خلکو خپل لو غوبل خلاص کړى او ځینې یې لا تر اوسه پاتې دي. خو له دې سره په یو وخت د مدرسو لپاره د چندو ټولولو کارهم پیل شوی دی.

له سهاره ترمازدیګره په پیک اپ موټرونو لوډ سپیکرونه لګیدلي ترانې غږوي او خلکوته د دوعاګانو ترڅنګ د مدرسود نومونو په یادولو له خلکو چندې غواړي.

خو په خوست کې ځینې خلک وايي، چې دوی نه پوهیږي داچندې ټولول په رښتیا هم د دیني مدرسولپاره وي اوکه د نورو مقصدونو لپاره . د خوست یوتن اوسیدونکی شاه محمد وايي، چې داچنده ټولول له یوې خوا مزاحمت او له بلې خوا دوی نه پوهیږي، چې دا کسان د مدرسوڅخه راغلي او که د جیب لپاره کارکوي.

د خوست یوبل اوسیدونکی جاويدالله وايي، چې دا مدرسې باید راجسترډ شي او د دولت له خوا ورسره د ښوونځیو او پوهنتونونو په څېر منظمه مرسته وشي.

خو ایا دولت د دې ستونزې د حل لپاره کوم پلان لري اوپه دې اړه یې څه کړي دي؟
د خوست د حج او اوقافوریاست یوتن چارواکی زرولي وايي هغه مدرسې، چې چنده کوي له دوی جوازاخلي او که امنیتي ځواکونو ته څوک جواز ښکاره نه کړي نو دوی ته دې ورمعرفي کړي.

زرولي زياتوي:(( تر اوسه موږ د شپيتو مدرسو لپاره د چندې ټولولو جواز ورکړى. که امنيتي ارګانونه او يا خلک له دوې د جواز پوښتنه وکړي دوى مکلف دي، چې جواز ورښکاره کړي.))

د نوموړي په خبره، دوی له هغوکسانو،چې جواز اخلي غوښتنه کړي، چې هغه وخت دې کلیوته ورشي چې په کلیو کې کليوال موجود وي اودوی پوه شي چې رښتیاهم دا د مدرسې خلک دي.

د یادونې ده، چې د ګرځنده چندو ټولو ترڅنګ په سړکونو او لویو لارو هم د جومات او مدرسې په نوم چندې اخيستل کیږي؛ خو معلومه نه ده، چې څومره یې جومات او مدرسې ته ورکول کیږي.
XS
SM
MD
LG