د لاسرسي ځای

تازه خبر

تنها شپږ هیوادونه د نړۍ درې برخه وسله پلوري




ژباړه: ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: د بښني نړيوال سازمان

د بښني نړيوال سازمان وايي، د نړۍ په څلورو کې دري برخي وسلي يوازی شپږ هيودادونه برامدوي. سازمان وايي په دغه هيوادونو يې غږ کړی، له دې تګلاری دي لاس واخلي چې کله په جګړه کې ګڼشمير خلک ووژل شي، يا هم په يو هیواد له خلکو سره د بشري حقونو سرغړوني زياتې شی نوبيا دوی د ملګرو ملتونو لخوا د وسلو بنديز پرې ولګوي.

په دغه لسټ کې په لومړي نمبر چين دی.

د سازمان په وينا د سټاک هوم نړيوال امن څيړنيز مرکز له مخۍ چين په نړۍ کې د درې فيصده روايتي وسلو تجارت کوي. چين هغه هيوادونو ته وسلي ورکوي چې د بشري حقونو ريکارډ يې خراب دی. په دی کې الجېريا، انګولا، بنګله ديش، کانګو، ګيني، مصر، انډونيشيا، ايران، عراق، اردن، کينيا، ميانمر، پاکستان، سری لنکا، سوډان او زبمبابوې شامل دي.

هم دغه راز فرانس، جرمنی او برتيانيا په مستقيم توګه په دريم نمبر دي چې د روايتي وسلو تجارت کوي. فرانس چې د وسلو په تجارت کې په دويم نمبر دی، په لويو صارفينو کې يې سنګاپور، متحده عرب امارات، يونان او د ناټو ملګری، منځيني ختيز، شمالی افريقا او هغه هيوادونه چې پکې فرانسسي ژبه ويل کيږي، شامل دي.

په دريم نمبر جرمني ده چې د روايتي وسلو تجارت کوي. جرمني منځني ختيز او په شمالي افريقا کې وسلي خرڅوي. له دي علاوه سويلي افريقا، يونان، ترکي، د ناټو ملګري، د ايشيا او لاطيني امريکا هيوادونه هم شامل دي.

د سازمان د لست له مخې روس په څلورم نمبر دی. دغه هيواد هند، شام، الجيزيا، ميانمر، وينزويلا، سوډان او زياتره افريقايي هيوادونو ته وسلي ورکوي. د بښني نړيوال سازمان وايي، روس د وسلو په صنعت کې له نورو هيوادونو په جديد ټيکنالوجي کې شاته پاته دی.

هم دغه شان برتاينا په پينځم نمبر ده. دغه هيواد هند، سعودي عرب، سويلي افريقا، د ناټو ملګرو، منځني ختيز او په شمالی افريقا وسلې خرڅوي.

د سازمان په وينا په شپږم نمبر امريکا ده چې په ټوله نړۍ کې د وسلو لوی تجارت کوي. امريکا د نړۍ تر ۱۷۰ زيات هيوادونو ته وسلي ورکوي. په دې کې هغه هيوادونه هم شامل دي چې د بشري حقونو ريکارډ يې ښه نه دي .د سازمان په وينا امريکا بحرين، مصر، سری لنکا او يمن ته وسلې ورکوي چرته چې د بشري حقونو په جدی توګه سرغړوني کيږی.
XS
SM
MD
LG