د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې دوه پېښې، ۲۱ وژل شوي



نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه -
د پاکستان په بلوچستان کې په دوو جلا جلا پېښو کي د ۴ پولیس سرتیرو په ګډون،۲۱ کسان وژل شوي او ۴ ټپي شوي.

لومړۍ پېښه د تېرې جمعې په ماښام د چاغي په سیمه کې د قبایلي شخړې په ترځ کې شوې، چې په کې ۱۷ کسان وژل شوي او دویمه پېښه نن د شنبې په سهار پر پولیس سرتیرو شوې.

د پولیسو په وینا، نن د یک شنبې پر سهار د سریاب په سیمه کې د پولیسو ګاډی هغه وخت د ناڅرګنده وسله والو له اړخه په ډزو په نښه شوه، کله چې دوی د ګزمې په حال کي وو.

پولیس زیاتوي، په پېښه کي سپاره ټول ۴ سره سرتیري وژل شوي. وروسته د دغو سرتیرو مړي سیول روغتون ته وړل شوي.

هلته یو مشر ډاکټر محمد جعفر مشال ته ووېل،چي ۴ سره پولیسان سپایان دي او دوی پر سر او سینې په ډزو ویښتل شوي.

تر دې دمه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

بلې خوا ته تېره ورځ د جمعې په ماښام، له کوټې شا و خوا ۶۰۰ کیلومیټره لرې د شمال لویدیځ پر لور د ضلع چاغي په سیمه کي د لیویزو له وېنا سره سم، د دوو بلوڅو قبیلو تر منځ د قبایلي شخړې په ترځ کې وسله واله نښته رامنځته شوې، چې په نتیجه کې ۱۷ کسان وژل شوي او نږدې ۴ ټپي شوي.

د چاغي تحصیلدار نصیر احمد مشال سره د خبرو پر مهال ووېل،چي پېښه د پخوانۍ قبایلي دوښمنۍ پایله ده.

تحصیلدار زیاتوي، انتظامیې وضع اوس قابو کړې او دا وخت په پلټنو بوخته ده. قبایل د پېښې له ځایه تښتېدلي دي او دا وخت حالات په مکمله توګه د انتظامیې په لاس کې دي.

لیویزو پېښه یواځي قبایلي شخړه بللې او د دې تر شا د څه سیاسي یا سیمه ییز علتونو لاس لرل یې رد کړي.
XS
SM
MD
LG