د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روزګان کې د وسله والو او پولیسو تر منځ نښته


د افغانستان د روزګان ولايت دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې تېر ماښام له وسله والو طالبانو سره شپږ ساعته جګړه کړې ده. د دوی په خبره په جګړه کې يې طالبانو ته زيات مالي او ځاني زيان ور اړولی دي.

چارواکي وايي نښته تېر مازديګر د روزګان ولايت د خاص روزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه سيمه کې د سيمه پوليسو او وسله والو طالبانو تر مېنځ شوې ده چې شپږ ساعته يې دوام درلود.

د روزګان د امنيه قومندانۍ ويآند فريد عايل وايي چې سيمه پوليس په ګزمه وتلي وو چې وسله والو پرې د سپکو او درنو وسلو بريد او وروسته د دواړو غاړو تر مېنځ نښته وشوه.

دي وايي په نښته کې د وسله والو طالبانو د يو تن جنګي قومندان په ګډون يوولس تنه وژلي شوي او پآتې نورو يې د پېښې له ځای څخه پښې سپکې کړې دي.

((د خاص روزګان ولسوالۍ د شالي ناوې په سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر مېنځ نښته شوې ده چې په نتېجه کې يې د وسله والو طالبانو يو تن قومندان فريد او لس نور طالبان وژل شوي دي.))

فريد عايل وايي چې په نښته کې يو تن سيمه ييز پوليس هم وژل شوی او يو بل ټپي دی.
د ده په خبره تر نښته وروسته پوليسو ته د وسله والو زياته اندازه سپکې او درنې وسلې هم لاس ته ورغلې دي.

بله خوا بيا وسله وال طالبان وايي چې په نښته کې د سيمه ييزو پوليس يو قومندان او څلور نور پوليس وژلي دي.

څلور وړاندې په همدغه سيمه کې پوليس دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي تر بريد وړاندې نيولي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG