د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عينک میس کان پروژه کې لرغوني آثار ورانېدای شي


افغانستان: په لوګر کې د عینک میس کان کې د بدها یوه لرغونې صومعه
افغانستان: په لوګر کې د عینک میس کان کې د بدها یوه لرغونې صومعه

هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- په داسې حال کې چې ويیل کېږي يوه چينايي شرکت د افغاستان په لوګر ولايت کې د عینک میس کان د اېستلو کارونه پيل کړي، په ياده سيمه کې د انساني تهذيب د لرغونو اثارو د ويجاړېدو له امله په لويديځه نړۍ کې اندېښنو سر راپورته کړی دی-

دې اندېښنو ته د ځواب موندلو په هدف د جون په ۴ مه او ۵ مه نېټه په واشنګټن کې يو نړيوال کنفرانس جوړ شو، چې پکې د اروپا له يو شمېر ملکونو او افغانستان څخه د لرغون پېژندنې او کان کيندنې نوميالو ماهرينو ګډون وکړ، او په يادو برخو کې د امريکا له پېژندل شويو پوهانو سره په ګډه يې هغه امکانات وڅېړل چې د دوی په اند د افغانستان د تاريخي اثارو د خونديتوب له پلوه مهم دي-

د عینک میس باید په پام واېستل شي

د يادې غونډې د دويمې او اخيرنۍ ورځې نشست ته په خپلو مقدماتي خبرو کې د منځنۍ آسيیا او د قفقاز سيمو مطالعاتو ادارې مشر ډاکټر فريډريک سټار وويل چې د لوګر ولايت په عینک سيمه کې د نړۍ د مسو تریوه تر ټولو لویه زېرمه شتون لري، خو خبرداری يې ورکړ چې که چېرې چينايي کمپنۍ يې په کيندلو کې لازم احتياطي تدابير په پام کې و نه نيسي، نو د سيمې او نړۍ له پاره به يې نتايج ښه نه وي:

((په دې وجه دا موضوع ډېره غټه ده- دا که يوې خوا ته د نړۍ د تر ټولو غريبو ملکونو څخه د يوه له پاره د ګټې وټې يوه مهمه وسيله ده نو بلې خوا ته، د يوې لويې تباهۍ هم سبب کېدلای شي- دلته د راغليو کان کيندنې د ماهرينو له خولې به تاسې واورﺉ چې که د يوې لويې پروژې په تر سره کولو کې ځينې غلط ګامونه واخېستل شي، نو خطرناکې پايلې يې مخې ته راتلی شي- او بيا د دغې بربادۍ په خپله تصور کولای شی، خو دا ده چې اغېز يې د ژوندانه په هر يو اړخ پرېوزي او هغه هم د اوږدې مودې له پاره-))

نوموړي د واشنګټن د غونډې عمده هدف ته په اشارې زياته کړه چې موږ غواړو د عینک میس کان د پروژې افتصادي او کلتوري ګټې د دې هېواد ولس ته په يوه وخت ورسيږي-

په عینکو کې د بدهايي تهذیب لرغوني آثار دي

کنفرانس ته په وينا کې يوه فرانسوي لرغون پوه فېلیپي مارکوېس، چې د تېرو څو کلونو راهېسې د خپل هېواد د يوې ادارې په استازيتوب او د افغان حکومت په مرسته د لوګر په اینک سیمه کې د بده مت د وخت د تاريخي اثارو د کيندنې کارونه پر مخ وړي، خپل دغه کار له يو شمېر چيلنجونو ډک وباله:

((داسې يوه لويه ساحه تر پوښښ لاندې راوستل، دا يو ستر کار دی او موږ له سختو ننګونو سره مخامخ يو- په لومړي فرصت کې دا ويلی شو چې دا يوه افغانۍ موضوع ده- کوم څيز ته چې اړتيا ده نو هغه دا ده چې څه رنګ کولای شو د افغانستان تاريخي اثاثې محفوظ وساتو- د دې له پاره دا هم ډېر مهم دي چې افغانان تربيه کړو، د هغوی کاري ظرفييتونه لوړ کړو، چې په دې عملياتو کې خپل رول ولوبوي-))

نوموړي د واشنګټن د غونډې ګډون والو ته د عینکو په غرونو کې د موندل شويو مجسمو او د لرغوني انساني تهذيب د وړو وړو ښارګوټو تصويرونه وښودل او د دغه قيمتي اثارو د خوندي کولو په خاطر يې له نړيوالو مالي ادارو څخه د مرستو غوښتنه هم وکړه-

دغه راز د امريکا په يوه پوهنتون کې د ژورنالېزم استاد او فلم جوړونکي برينټ هفمين خپل يو د مختصر دورانييې فلم نندارې ته وړاندې کړ، چې د عینکو تاريخي مناظر يې پکې راټول کړي دي او ښودلي يې دي چې که د مسو د راوېستو پر مهال په چينايي پروژه کې د لرغونو اثارو حفاظت ته جدي پاملرنه و نه شي، نو دا به هم د باميانو د هغو په څېر، چې طالبانو والوزول، له منځه لاړ شي-

افغان باید وروزل شي

کنفرانس ته په خپلې وينا کې د آرچ په نوم د تاريخي اثارو د خوندي کولو د يوې امريکايي ادارې مشرې ډاکټر کيرېل بينارډ هغه ځانګړې سپارښتنې مخ ته کښېښودې چې په خبره يې د غونډې ګډون وال ماهرين پرې د دوو ورځو د خپلو اوږدو بحثونو په ترڅ کې سلا شوي دي:

(( زموږ کارپوهانو دا وويل چې په حقيقت کې د کان کيندنې مسالې ته يوه ټوله يیز نظر کول دي- بايد چې د داسې يوه پروسس پر مهال د لرغون پېژندنې، چاپېريال ساتنې او د کان اېستلو په برخو کې د کار کوونکيو خلکو تر منځ په مستقيم ډول د رابطې او همکارۍ يو نظام موجود وي، ځکه چې دا کار د ټولو خواوو په حق کې بهتر دی او د کېدلو وړ هم دی-))

نوموړې دغه راز زياته کړه چې د عینک میس کان په پروژه کې ښکېلې ټولې خواوي بايد خپلې خپلې تګلارې په شفافه او روڼه طريقه يو له بل سره شريکې کړي- همداراز د کنفرانس په سپارښتنو کې د افغان او چينايي حکومتي ادارو تر منځ د عینک میس کان د شوي تړون د جزياتو په اړه افغان ولس ته د مالوماتو ورکولو خبره هم په ګوته شوې ده-

کنفرانس ته وويل شول چې د جي-ايم-سي په نوم دغه چينايي شرکت ته هم د واشنګټن په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو څوک استازی يې دغو مهمو خبرو ته حاضر نه شو-

د کنفرانس پر مهال که څه هم د لوګر په عینک سیمه کې د لرغونو اثارو په خوندي کولو کې د افغان حکومت د اړوندو ادارو له خوا د شويو وروستيو هڅو يادونه وشوه، خو ورباندې زور راوړل شو چې په دغه لړ کې خپل کوښښونه لا پسې ګړندي کړي-
XS
SM
MD
LG