د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ناټو به د وتو لپاره د منځنۍ آسيا لاره وکاروي "




هارون باچا - مشال راډیو

واشنګټن:- راپورونه وايي د ناټو عمومي سېکتر اندرې فوغ راسموسین په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې د منځنۍ آسيا درې هېوادونه، ازبکستان، کرغزستان او قزاقستان ورسره له افغانستانه د ناټو د پوځي وسايلو د بهر ته اېستلو له پاره د خپلو ځمکنيو لارو په ورکولو موافقه شوي دي-

ايسوشي ايټېډ پريس اژانس د ناټو او روسيې تر منځ وار د مخه شوې د ورته نوعييت يوه تړون ته په اشارې زياتوي چې د روان کال په پای کې چې کله بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو لړۍ پيلوي، نو ياد سازمان به وکولای شي چې خپل سلګونه زره ټنه پوځي مهمات، چې ګادي او کانټينرې به پکې شاملې وي، له روسيې څخه د سمندر له لارې بيرته واپس اروپا ته ورسوي-

د اژانس په ليکنه، ناټو د دې تړونونو په رامنځ ته کولو د پاکستان د اکمالاتي لارو موضوع په بشپړه توګه يو خوا ته کښېښوده، حال دا چې هم پاکستان وو چې يوه وخت يې په افغانستان کې مېشت اييتلافي ځواکونو ته د رسد مهمې لارې ورکړې وې-

پاکستان د ناټو پر مخ خپلې اکمالاتي لارې تر هغه وروسته وتړلې چې پروسږ کال د نومبر په مياشت کې امريکايي ځواکونو د مومندو په سلاله چيک پوسټ بمباري وکړه او ۲۴ پاکستاني عسکر يې ووژل- د پاکستان دې پرېکړې ناټو مجبوره کړه چې د خپلو ځواکونو د اکمالاتو له پاره له روسيې او منځنۍ آسيا له هېوادونو تېرېدونکې لارې وکاروي-

له امريکا او ناټو سره په خبرو کې د تېرو شاوخوا شپږ مياشتو له سردمهرۍ وروسته، پاکستان تېره مياشت داسې نښې ورکړې چې ګواکې د اکمالاتي لارو بيرته پرانېستلو ته يې زړه ښه کړی دی- اې پي د ځينو چارواکو له خولې، چې نومونه يې نه دي ورکړل شوي، ليکي چې وايي پاکستان په دغه پلمه تېره مياشت د افغانستان په اړه جوړې شوې د ناټو د شېکاګو په سرمشريزه کې ګډون خو وکړ، خو تر هغې را په دېخوا د پاکستان د اکمالاتي لارو په باب په پيل شويو خبرو کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی-

هم د ای پي په ليکنه، د ناټو له خوا شوي د ګل د ورځې له اعلان څخه څرګنديږي چې واشنګټن او ملاتړي يې له هغه يوه امکان سره مخ کېدلو ته تيارۍ نيسي چې وايي پاکستان کېدلای شي د ناټو پر وړاندې تړلې خپلې اکمالاتي لارې، چې ویل کېږي د شمالي لارو په نسبت شپږ برابره ارزانې تماميږي، بيرته بېخي هډو خلاصې نه کړي-

دغه راز ويل شوي چې په افغانستان کې مېشت د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو په برخه کې د ناټو له خوا د نويو موافقنامو د اعلان تر شا مقصد کېدلای شي په پاکستان فشار راوړل وي، چې په دغه هکله په خپل دريځ کې، چې تر ډېره د ناټو له يوه ګادي څخه د اخېستل کېدونکيو پيسو په موضوع څرخي، نرمښت پيدا کړي-

ناټو په پلان کې لري چې د افغانستان د جګړې مشري د راتلونکي کال په نيمايي کې افغان امنييتي سرتېرو ته حواله کړي، او د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له دغه هېواده ووځي- په عين حال کې له يوې خوا که واشنګټن د پاکستان له لارو د ناټو پر مخ د بيرته خلاصېدو له پاره په دې هېواد فشار ته دوام ورکړی، نو له بلې خوا د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسین هم د بروکسل په خپلو خبرو کې له پاکستان سره د دغه اختلافي مسالې په نږدې راتلونکي کې د حل کېدو له امله هيله وښوده-

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG