د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې او روسیې سرمشریزه شام په سر کې


روس:- ولسمشر ولادیمسر پوتین (مینځ)، د اروپایی کمیشن مشر خوزې مینول بروسو(کیڼ)، او د اروپایی کونسل مشر هرمن وان رامپای د سینټ پیټرز برګ ښار بهر په سرمشریزه کې ګډون کوي.
روس:- ولسمشر ولادیمسر پوتین (مینځ)، د اروپایی کمیشن مشر خوزې مینول بروسو(کیڼ)، او د اروپایی کونسل مشر هرمن وان رامپای د سینټ پیټرز برګ ښار بهر په سرمشریزه کې ګډون کوي.


تمه څرګندېږي چې د روسیې او اروپایی مشرانو تر مینځ په سیټ پیټرزبرګ کې د کېدونکو خبرو د سر موضوع به شام وي.

تمه ده چې د ښار په څنډو کې د ګل په ورځ رابلل شوې سرمشریزه کې به د اروپایی ټولنې مشران پر ولسمشر ولاد میر پوتين زور راؤړي چې د دمشق په اړه سخت دریځ خپل کړي.


د اروپایي اتحادییې هیوادونه غواړي روس پر خپل اتحادي فشار راوړي چې د نړیوال استازي کوفي عنان د سولې پلان مني او له ښارونو درنې وسلې وباسي.


د اتوار په ورځ په سټالک هوم کې د یوه خبري کانفرنس پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل ،


((د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاؤروف ته مې پیغام ډېر ساده او څرګند وو. موږ ټولو ته د سیاسي انتقال تر لاسه کولو لپاره خپلې هڅې زیاتول پکار دي او په دې لړ کې د روس رول ډېر مهم دی. د شام ولس بدلون غواړي او مستحق یی دي چې پکار ده په هر ممکن پر امنه ډول دې راؤړل شي.))

د اروپایی کونسل مشر هرمن وان رامپایی، د اروپایی کمیشن مشر خوزې مینول بروسو او د اروپایی اتحادیې د خارجه پالیسۍ مشره کیترین اشټن به په دغه سرمشریزه کې ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG