د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ضد کمپین




د خیبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې د جون له څلورمې نېټې د ګوزڼ د ناروغۍ مخنیوي کیمپېن پیلېږي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت یوه چارواکي ډاکتر جانباز مشال راډیو ته د پولیو د کیمپېن په اړه مالومات ورکړل. (د ګوزڼ کمپین په لړ کې ۱۹ زره ډلې جوړې شوې چې په یولس ضلعو کې به څه نا څه ۲۸ لکه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي)

د روغتیا نړیوالې ادارې ورځې مخکې خبرداری ورکړی وو چې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغي لا تر اوسه موجوده ده او پر چارواکو یې غږ کړی وو چې د دې ناروغۍ د مخنیوۍ له پاره هلې ځلې توندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG