د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې برېښنا زياته شوې، په کجکي کار روان دی



سيدشاه سقيم – مشال راډيو

د کندهار د برېښنا رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې په دريو سيمو کې په ناقونونه توګه د برېښنا د کارولو مخه نيولې ده چې له امله يې دا مهال د کندهار برېښنا په سلو کې پېنځه اويا زياته شوې ده.

د دوی په خبره د روان کال له زياتو بارانونو سره بندونه هم له اوبو ډک شوي دي چې اوس ورڅخه دوی ته زياته برېښنا راځي. خو په کندهار کې د برېښنا له زياتوالي سره سره اوس هم د سيمې اوسېدونکي يوه نه بله شپه د برق رڼا ته تېروي.

د کندهار د برېښنا رييس سلطان محمد خان وايي چې د کندهار ښار په دريو سيمو کومانډو، هوايي ډګر او زاړه قول اردو کې يې هغه تارونه شکولي چې په غلا به يې برېښنا کاروله ځکه خو اوس د ټول کندهار برېښنا زياته شوې ده.

د ده په خبره دا مهال په کندهار ښار کې د هغې برېښنا چې په ناقانونه توګه کارېده کچه يې له څلوېښت فيصده څخه نولس فيصده ته را کښته شوې ده.

(( ترو لينونه موږ ټول قطع کړي دي اوس خلک ډېره په احتياط او کمه بريښنا کاروي ځکه چې اوس يې مصرف پر دوی راځي. دغه لينونه په کومانډ، هوايي ميدان او قول اردو سيمه کې لګول شوي وو. اوس زموږ د ښار برق پېنځه اويا فيصده زياته شوې ده او د هغې برېښنا کچه چې غلا کېده به له څلوېښت څخه نولس فيصده ته را کښته شوې ده ))

دی وايي په دې سربېره سږ کال د زياتو بارانونو له امله د کجکي په بند کې د ولاړو اوبو کچه هم له پېنځوس مټره څخه اويا ميټرو ته لوړه شوې ده چې په دې توګه ورڅخه اوس کندهار ته د شپږ مېګا واټه برېښنا پر ځای دولس مېګا واټه برېښنا راځي.

سلطان محمد خان زياتوي چې په لنډه کې به مو د کجکي پر بند د دريم ټوربين ايښودولو کار هم پيل شي چې تر پای ته رسېدو وروسته دوي د ډيزلو د برېښنا له مصرفه هم خلاص شي.

(( زه په خپله کجکي ته تللی وم هلته ټول سامانونه رسېدلي وو. په ليږ وخت به قراداد لاسليک کړو او په يوه مياشت کې به يې کار پيل شي. د کجکي د بند کار به يو نيم يا دوه کاله وخت ونيسې چې دريم ټوربين يې هم فعال شي ))

که څه هم کندهار دا مهال اتيا مېګا واټه برېښنا ته اړتيآ لري خو د کجکي له بند او ډيزلي جنراټورونو څخه په مټي څلرويشت مېګا واټه برېښنا تر لاسه کوي.
XS
SM
MD
LG