د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په کویت کې دایراني و کویتي وګړو سزا وغندله




تهران د کویت دهغه فیصلې غندنه کړې چې پکې دوه ایرانیانو، یو کویتي او یو بې وطنه تن ته د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور کې د عمر قېد سزا اورول شوې. د ګل په ورځ دکویت عدالت د اپیلونو په ترڅ کې ددغه دوه ایرانیانو او کویتي تن د مرګ سزا په عمر قېد کې بدله کړه او د دغه بې وطنه تن سزا یې په خپل حال وساتله.

دایران د بهرنو چارو دوزارت ویاند رامین مهمان پرست د ( سه شنبه/ ګل ورځ) ویلي په دغو کسانو لګول شوي تورونه درواغ دي او ورته اورول شوې سزاګانې د منلو وړ نه دي.

دغه دوه ایرانیانو او کویتي تن په ۲۰۱۰ کال کې د نیولو پرمهال د کوېت په پوځ کې کار کولو.
په دوي تور لګول شوی چې د کویت او په خلیجي امارت کې دموجود امریکايي ځواکونو مالومات یې د ایران انقلابي ځواکونو ته ورکول، خو تهران او مدافعین (ګرم کړل شوي) دواړه دغه تورونه ردوي.
دا مقدمه به اوس د کویت سپریم کورټ ته ځي او هلته نه به ورباندې وروستۍ پرېکړه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG