د لاسرسي ځای

تازه خبر

پردي د پښتنو خاوره کې امن نه شي راوړائ. هوتي


 په پېښور کې د قامي جرګې برخوال
په پېښور کې د قامي جرګې برخوال


په پېښور کې د قامي امن جرګې برخوالو ته په خپله وینا کې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي ويلي، تر څو پورې چې په افغانستان او پاکستان کې پښتنو ته د روانې ښخړې د هوارولو لپاره پوره واک واختیار نه وي ورکړل شوی نو په سیمه کې پوره امن نه شي راتلالی.

وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي جرګې ته وویل په افغانستان کې سوله او امن د پاکستان او سیمې د امن ضمانت دی.

نوموړي زیاته کړه چې د اندېښنې وړ بله خبره دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا وخت پر یو بل د باور او اعتماد کولو کمی دی. هغه وویل مسله یوه، دواړو ته یو تکلیف ورپېښ دی خو د اعتماد فقدان دی. دده په خبره تر څو پورې چې د اعتماد دا کمی موجود وي دواړه ملکونه له دې روان بحرانه نه شي راوتلی.

هوتي وویل، دده په اند چې د پاکستان او افغانستان له ملکونو زیاته ذمه واري پر لروبر افغان ولس راځي چې د امن لپاره ګډې هلې ځلې وکړي. تر هغو چې د پښتنو په لوی کور(افغانستان) کې امن نه وي راغلی د امن تمه نه شي کېدای.

دی وايي ترڅو پورې چې په سیمه کې د امن راوستو لپاره د پښتنو کردار او رول نه وي تسلیم شوی نو پردي خلک د پښتنو د مقدر او قسمت فیصلې نه شي کولای. امن به د پښتنو په تسلیمېدو سره راځي. امن به هله راځي چې پښتانه ته دا واک او اختیار ورکړل شي چې په سیمه کې به سوله څنګه راځي.

وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي زیاته کړه چې امن به د لروبر پښتنو په لویه جرګه سره راځي او په دې بهیر کې د سیاست هیڅ ګنجایش نشته. ده وویل، که په جرګه کې سیاسي خبرې پيل شي نو هره ډله به د ځان درناوی او د بل سپکاوی پیل کړي او د خپل دریځ د سپیناوي لپاره به له سهاره تر ماښامه دلایل وايي چې پای به یې نه وي. ده وویل د هغه په اند په دغسې جرګو کې باید پر یوه ټکي د جرګې برخوال یوه خوله شي او هغه دا چې د پښتنو په سیمه کې امن، امن او بس امن غواړو.

په پېښور کې قامي جرګه نن د می په ۲۹مه نېته (نهې ورځ)د پښتون سیاستوال افضل خان لالا په بلنه جوړه شوې چې په کې له افغانستانه، خیبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا(بلوچستان) ، منځنۍ پښتونخوا( فاټا) او د سیمې له نورو برخو پکې د بیلا بیلو ملتپالو،مذهبي او سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی دی.
XS
SM
MD
LG