د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون بریدونو درې نور وسله وال ووژل




په قبایلی سېمه شمالي وزېرستان کي امريکايي بې پالټه الوتکو ېو بل برېد کړی چې په کې درې مشکوک وسله وال طالبان وژل شوي دي .

د چارواکو له مخې تېره شپه نهه بجې امريکايي ډرون الوتکو د تحصېل دته خېل په دېګان سيمه کې په ميران شا سړک باندې د مشکوک وسله والو په يو ګاړي دوه توغندي داغلي دي.

د شمالي وزيرستا ن خلک وايي د تېرو څو ورځو راهیسې ډرون الوتکې په سيمه کې الوزي .

ياده دې وي چې په دې تېرو څليرشتو ګنټو کې دا په شمالی وزېرستان کي دويم او په يوه اونۍ کې پنځم ډرون بريد دی.

په روستو دوو بريدونو کې لس مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG