د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتونخوا ۳۵ فیصده سکولونه بنیادي سهولتونه نلري"



مجید بابر او اسرار اتل - مشال راډيو

د خيبر پښتونخوا د تعليم صوبايي سيکریټري مشتاق جدون وايي، دا مهال د صوبې ۳۰ فیصده سکولونه د څښلو اوبه نه لري، او د انجونو ۳۵ فیصده سکولونو کې د بيت لخلا مناسب انتظام نشته.

مشتاق جدون زياته کړه چی په راتلونکی صوبايي بجټ کې به سکولونو ته د سهولتونو ورکولو لپاره پیسې مختص کېږي.


هغه دا څرګندونې د مشال راډيو د ستونزې او سرکار په ځانګړې خپرونه کې چې د پېښور د پښته خرې د یوه های سکول زدکونکو ته ورپېښو ستونزو په باب وو، په ځواب کې کولې.

د پېښور د پښته خرې های سکول د لسم جومات یو زدکونکي اسرار له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،” په جومات کې بجلۍ نشته د ګرمي له لاسه خوله خوله یم، په ساه ساه راخوشی یم. څوک ځان ته کاپۍ وهي، څوک کتابونه وهي، بنیادي اسانتیاوې نشته. د نه سهولت له وجې خپلو زدکړو ته ښه پاملرنه نه شو کولای. “

د دغه سکول د لسم جومات یو بل زدکونکی مرادعلي وايي، ”نه بجلۍ شته نه اوبه شته. او نه په کور کې بجلۍ لرو. له دواړو غاړو په ستونزو کې راګېر یو. “

د پښته خرې یو اوسېدونکی اسماعیل چې ماشومان یې د خپل کلي په همدغه یاد سکول کې زدکړې کوي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ” په سکول کې ۵۰۰ زدکونکي زدکړې کوي. بجلۍ نشته، په سکول کې یو کوهی دی د هغه مشین نشته چې اوبه راوباسي. د سیمې چارواکو ته مو په بیا بیا خواست کړی خو څوک غوږ نه پرې ګیروي. “


د پشته خرې د سرکاري سکول یو استاد محمد نظیم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،

” په سکول کې له حسابه تېر ماشومان داخیلږي. په جوماتونو کې د د زدکونکو لپاره ټاټونه(ټغرونه) نشته. په یوه جومات کې تر سلو زیات زدکونکي دي. موږ سرکار ته خواست کوو چې که د زدکونکو تعلیمي راتلونکی خوندي کوي نو په کار ده چې لږ معیاري او له سهولتونو سره یو ځای تعلیم ورکړي.

د خيبر پښتونخوا د تعليم صوبايي سيکریټري مشتاق جدون وايي، د صوبې په ګڼو جنوبي برخو کې ډېری سکولونه بنیادي سهولتونه نه لري. دده په خبره چې یه یو شمېر سیمو کې بیا د سکولونو چاردیواري هم نشته. او بل زیات شمېر سکولونو د تېرو کلونو په سیلاونو کې او ددې تر څنګ د ترهګرۍ په پېښو کې وران شوي دي. دی زیاتوي چې د راتلونکې مالي کال په صوبايي بجټ کې یې د سکولونو د سهولتونو او بیا رغونې لپاره پیسې مختص کړې دي.
XS
SM
MD
LG