د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرا کې شپږ اورپکي ژوندي نیول شوي


د افغانستان په فراه ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې پرون ناوخته یې شپږ وسله وال مخالفان نیولي دي.


د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست سمونوال توریالي وویل، دغو کسانو، چې په بالابلوک ولسوالۍ کې ونیول شول، په ماین ښخولو او ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.

د چارواکو په وینا له دې جلا په فراه ولایت کې درې تنه هغه مهال ووژل شول چې ماینونه یې اېښودل.

تردې وړاندې تیره ورځ د کندهار چارواکو هم ویلي وو چې شپږ ځان مرګي برید کونکي یې ژوندي نیولي چې درې پکې ددوی په وینا پاکستانیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG