د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بي آر ایس پي یو بل کار کوونکی وژل شوی دی


په پاکستان کې د بلوچستان رورل سپورټ پروګرام یا کلیوال پرمختګ ادارې یو بل کارکوونکی د تښتوونکو له خوا وژل شوی.

له ده سره دا دویم کس دی چې تښتوونکو وواژه.

د ۲۰۱۱ عیسوي کال د ډیسمبر پر ۱۳ نېټه د پښين له برشور سیمې وسله والو د یادي ادارې شپږ کارکوونکي تښتوولي ول، چې وروسته يې مسوولیت تحریک طالبان قبول کړ، او د دوی د خوشي کېدو لپاره يې د تاوان غوښتنه وکړه.

تر دې وروسته چې د دوی غوښتنه ونه منل شوه، نو تښتوونکو طالبانو دوې میاشتي وړاندې مقبول احمد نومي يو کارکوونکی وواژه.

اوس د جمعې پر ورځ د يوه بل کارکوونکي عبدالغفور مړی په وزیرستان کې وموندل شو.

د ژوب د ډپټي کمشنر حامدالکریم په وینا د پښين چارواکو د جمعې پر ورځ خبر ورکړ، چې د وژل شوي کارکوونکي مړی د ژوب او وزیرستان پر پوله تر لاسه کړئ.

د ژوب ډپټي کمشنر په دې اړه مشال راډيو ته زیاته کړه:

((ماته د پښين ډپټي کمشنر وویل چې داسې پېښه ده. او ما بیا هم هلته زموږ يوه تحصیلدار ته وویل. چې د دې کارکوونکي مړی راوړئ. هغوي موږ ته وسپاره، او موږ تېره شپه پښين ته د عبدالغفور مړی واستاوه.))

د بي ار ایس پي د کارکوونکو په وینا د وژل شوي کس عبدالغفور تعلق د پښين له برشور سیمې سره وو. او اوس یې مړی خپلې سیمې ته رسول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG