د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د نړیوالو د وتلو په اړه پوښتنې



ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

سرچینه: ایکونومسټ مجله


ايکونومسټ مجله ليکي، په شکاګو کې د ناټو په سرمشريزه کې لويه موضوع افغان ځواکونو ته امنيتي چارې سپارل او د ۲۰۱۴م کال تر پايه له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو ايستل وه.

خو د پاکستان لخوا د ناټو پر مخ د رسد د لارو تړلو په خاطر پر دې سرمشريزه سيوری غوړېدلی و. دا لاره پاکستان د تېر کال د نومبر د مياشتي راهيسي تر هغه وروسته وتړل کله چې د امريکا لخوا په بمباريو کې د پاکستان ۲۴ پوځيان ووژل شول.

تمه څرګندېدله چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به په سرمشريزه د لارو پرانستلو اعلان وکړی خو داسي ونه شول او د نوموړي لخوا د لارو پرانستلو شرطونه غير مناسب وګرځول شول چې آن ولسمشر باراک اوباما هم له ده سره د ملاقات کولو څخه انکار وکړی.

مجله زياتوي، په سرمشريزه کې د ناټو لخوا د درو ډلو د خوشالولو اړتيا هم څرګنده شوه. اوباما او د هغه اروپايي سيالان د خپلو هغو رايه ورکونکو په راضي کولو کې ناهيلي شوي دي چې له جګړې تنګ راغلي دي. په عين حال کې دوی هغو افغانانو ته هم باور ورکوي چې ويره لري تر ۲۰۱۴م کال وروسته به يو ځل بيا وسله وال طالبان واک تر لاسه کړي. په دريمه برخه کې دوی طالبانو او د افغانستان ګاونډيانو ته دا په ډاګه کول غواړي چې د نړيوالو جنګي پوځيانو تر وتلو وروسته به دوی د کابل د حکومت د ملاتړ لپاره د هر ضرورت پر وخت موجود وي.

اېکونومسټ مجله ليکي، د پلان له مخي به افغان ځواکونو ته د هيواد په څلورو کې د درو برخو د امنيتي چارو مشري د روان کال تر پايه سپارل کيږي او د پاتې څلورمې برخي واک به د ۲۰۱۳م کال په نيمايي کې ورته سپارل کيږي.

د دې موخه دا ده چې د نړيوالو ځواکونو په موجوديت کې به افغان ځواکونه د ۱۸ مياشتو لپاره پر خپل توان تکيه کوي او له غلطيو به په داسي حال کې زده کړه کوي چې د نړيوالو جنګي ځواکونو ملاتړ به ورسره وي.

مجله زياتوي، امريکا او نور مرسته ورکوونکي هيوادونه په دې رضا شوي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به له افغانستانه د نړيوالو جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هيواد د ملي امنيتي ځواکونو لپاره هر کال ۳.۶ اربه ډالره ورکوي. د پلان له مخي به ناټو د ۲۰۰۰ په خوا وشا کې خپل پوځي روزونکې په افغانستان کې پرېږدي. بلخوا به امريکا په دغه هيواد کې تر ۲۰۰۰۰ پوري پوځي کسان پرېږدي چې افغان ځواکونه په جنګي ميدان کې د هغه څه جوګه کړي چې دوی يې لا اهل نه وي.
XS
SM
MD
LG