د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د بې پیلوټه الوتکو برید، ۵ وژل شوي



میرامشا - پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه پینځه وسله وال وژل شوي او څلور ژوبل دي.

په سیمه کې انتظامي چارواکي وايي، نن سهار د تحصیل میر علي په هیسو خېلو کې دا برید له یوه جومات سره په څنګ کې پر یوه کوټه شوې ده.

استخباراتي چارواکي وايي، په دې برید کې د جومات ودانۍ ته هم تاوان رسېدلی دی.

ځینۍ رسنۍ د مرګ ژوبلې شمېر زیات ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۳مه هم د میرامشا بازار له مال منډۍ سره نېږدي د وسله والو پر یوه پټنځای برید شوی وو چې په کې درې وسله وال وژل شوي ول.

پاکستان، امریکا ته ویلي، د دوی پر خاوره دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه کوي. خو امریکا بیا پاکستان ته په بیا بیا ویلي چې په شمالي وزیرستان کې دې د حقاني وسله والې شبکې ضد عملیات وکړي چې پاکستان یې د وسایلو د نشتوالي په خبره ځنډوي.
XS
SM
MD
LG