د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ډرون برید،۳ وسله وال مړه


پر شمالي وزيرستان د ډرون الوتکې په بريد کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د سيمي امنيتي چارواکي وايي بريد تېره شپه د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه د مال منډۍ سره نږدې پر يو کور وشو.


د چارواکو په وینا ، ډرون الوتکو پر دغه کور دوه ميزايل وداغل چې په ترڅ کې يې په کور کې موجود درې وسله وال پر هغه ځای ووژل شول.

ځيني سرچينې د وژل شوو وسله والو شمېر څلور او پنځه ښايي خو آزادو سرچينو يې لا تر دې دمه پخلی نه دی کړی.

د سيمي پوليټيکل انتظاميه او استخباراتي چارواکي وايي چې د بريد په نتيجه کې وژل شوي کسان له پېژندو وتلي دي، نو نه شي ويلی چې له کومي وسله والې ډلې سره د دوی تعلق و.

تر دې وړاندي د تيري مياشتي پر ۲۹مه نېټه هم په ميران شاه کي په ډرون بريد کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو، خو په روانه مياشت کې دا پر دغه سيمه لومړی ډرون بريد دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د پاکستان ولس مشر اصف علي زرداري ، دامریکايي حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د ډرون بریدونو کوم دایمي حل دې راوویستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG