د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ترهګرې ډلې په ډاګه فعالیت کوي


 د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعيد
د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعيد



ژباړه:- احمد شاه اعظمي - مشال راډيو

يوراېشیيا ريويو نومې وېبپاڼې په پاکستان کې د ترهګرو د موجوديت په هکله مقاله ليکلې چې وايي، په دې هيواد کې د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعيد په خلاصه پښه ګرځې او د امريکا او هند پر ضد مظاهرې تنظيموي خو د پاکستان حکومت هيڅ نه ورته وايي.

يوراشيا وېبپاڼه ليکي، د لشکر طيبه د څرګندې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعيد په ښکاره توګه په پاکستان کي ګرځې. هغه په خلاصه پښه په ټول پاکستان کې د نوي تنظيم دفاع پاکستان کونسل تر سيورې لاندي لوی لاريونونه باسي. دا هغه تنظيم دی چې د ۲۰۱۱م کال په پای کې رامنځ ته شو چې تر بنديز لاندي د يو شمېر ترهګرو ډلو په شمول د ۴۴ مذهبي او سياسي ګوندونو څخه جوړ دی. د دې تنظيم ښکاره اېجنډا د امريکا، هند او يهودو په ضد خلګ راپارول دي او د ۲۰۱۴م کال په پای کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په سيمه کې د هند د اغېز مخه نيول ده.

وېبپاڼه ليکي، د حافظ سعيد لخوا دا ډول هلې ځلې پرته له هغه دوام لري چې کله د ۲۰۱۲م کال د اپرېل پر دوهمه نېټه امريکا د نوموړې د نيولو پر سر د يو کروړ ډالرو انعام کښېښودی. امريکا حافظ سعيد په ۲۰۰۸م کال کې په ممبۍ کې په ترهګرو بريدونو کې تورن ګڼي. خو حافظ سعيد د دې اعلان هيڅ پروا ونکړه او د ۲۰۱۲م کال د اپرېل پر دريمه نېټه يې په راولپنډۍ کي د پاکستان پوځي هېډ کوارټر ته نږدې خبري غونډه وکړه او وې ويل: زه دلته يم، زه ښکاره يم، امريکا بايد زما د سر پيسې ماته راکړي، سبا به زه په لاهور کې يم، امريکا هر وخت کولای شي چې زما سره تماس ونيسي. نوموړي امريکا ته دا ګواښ هم وکړ چې د اسامه بن لادن په څېر دي د ده پر کور چاپه ووهي او هغه به پټ نه شي.

وېبپاڼه ليکي، امريکا د حافظ سعيد پر سر تر قيمت اېښودلو وړاندي لا پر پاکستان ټينګار کړی و چې نوموړی دي په خلاصه پښه له ګرځېدو څخه راوګرځوي او د ده د تنظيم ټولې شتمنۍ دي کنګل کړي خو د وېبپانې په وينا د امريکا د دې خبرې په ځواب کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک وويل چې له امريکا څخه يې د حافظ سعيد د ترهګرو کړنو ثبوتونه غوښتي دي چې تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

وېبپاڼه په پای کې ليکي، اسلام آباد اوس هم لګيا دی او د هغو ډلو پالنه کوي چې د جهاد په نامه د امريکا، هند او نورو غېر مسلم هيوادونو په ضد له تشدده کار اخلي. دا عمل به د پاکستان کمزوری سياسي، اقتصادي او ټولنيز نظام نور هم له تباهۍ سره مخامخ کړي او د سوهېلي آسيا په ټوله سيمه کې به بې ثباتي رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG