د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ډرون بریدونه ودروی"


ډرون الوتکې
ډرون الوتکې
فرخنده وزیر مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د امریکا او نیټو هیوادونو د شیکاګو په سرمشریزه کې یو ځل بیا امریکا دا ویلي چې دوی دې د دغه هیواد په قبایلي سیمو ډورن حملې ودروي، او باید په ګډه یې یوه بله لاره راوباسي ، دا چې ایا داسې کول ممکنه دي، او د ډرون بریدونو متبادل څه کیدای شي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د امریکا په شیکاګو ښار کې د نیټو په سر مشریزه کې په امریکا دا زور راوړو چې باید د دغه هیواد په قبایلي سیمو ډرون بریدونه ودروي.

ولسمشر زرداري چې دا وخت په امریکا کې دی، غواړي دوی د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو د ختمولو لپاره په یوې بلې لارې خبرې وکړي. زرداري وایې، ً پاکستان د ډرون بریدونو یو مستقل حل غواړي، ځکه چې دغه نه یوازې د دوی د خودمختارۍ د حق سر غړونه ده، بلکې د ولس جذبات هم راپارويً.

د شیکاګو په سر مشریزه کې ولسمشر زرداري د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن سره لیده کاته وکړه، او د پاکستاني صدر ویاند فرحت الله بابر وایې، دوی په ډرون بریدونو خبرې وکړې، خو دا چې ډرون بریدونه ودروي، نو پرځای به یې کومه لاره خپلوي، پر دې مالومات مخې ته نه دي راغلي.

د فاټا د امنیت پخوانی مشر ریټایرډ بریګیډیېر محمود شاه وایي، د پاکستان لخوا درې مسلې دا وخت د امریکا وړاندې کیښودل شوې دي، او غواړي پر دغې ورسره خبرې وکړي((یو دا چې د پاک افغان پر پوله د امینت پالیسې ، دویم په پاکستان کې د نیټو لاره وړیا استعمالولو او دریم د اوساما بن لادن د وژنې او د سله له د پیښې نه رامنځ ته کیدل یعنې د دې هیواد د خود مختارۍ خیال ساتل، او د خودمختارۍ مطلب دا دی چې امریکا دې ډرون بریدونه ودروي، زه فکر نه کوم چې په نیټو سرمشریزه کې دې د دې یو څه حل راوځي، خو دوی پرې خبرې کوي))


د پاکستان په قبایلي سیمو ډرون بریدونو له هغې وروستو زور راوړی، چې کله د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې خپله دنده پیل کړه، او دغې مسلې په پاکستان کې تاوده بحثونه راپورته کړل، چې باید حکومت د امریکا سره د ډرون بریدونو په ودرولو خبرې وکړي.

رویټرز وایې، پاکستان د ډرون بریدونو د ودرولو لپاره یو دلیل دا هم وړاندې کوي، دوی د ترهګر ډلو د ختملو لپاره پوځي عملیات کوي، او په دې کې یو شمیر پوځیانو ژوند هم له لاسه ورکړی دې. خو د بن لادن د وژنې وروستو امریکا د پاکستان هڅو ته د شک په سترګه ګوري.

بریګیډیر محمود شاه دا هم وایې، په وزیرستان د پاکستان کنټرول هم کمزوری دی، چې دغه خبره هم د امریکا په پام کې ده(( یو طرفته خو پاکستان وایې دا یې د خودمختارۍ خلاف ورزي ده، او بلخوا په شمالي وزیرستان کې موجود ترهګر هم د دوی واک نه مني، او پاکستان دا هم وایې باید دغلته د اهدافو په نښه کول د دواړو په مرضۍ وشي، او امریکا دا هم وایې، پاکستان دې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو خلاف عملیات وکړي، او دوی دې له دغه سیمو وباسي، ))

اخوا رویټرز خبري اژانس وایې، په شکاګو کنفرنس کې که څه هم ولسمشر زرداري د خپلو ځینو غوښتنو سره راغلی، خو په افغانستان کې د نیټو ځواکونو لپاره د رسد لارو د بندولو مسلې د هغوی دغه غوښتنې د نړیوالو له پامه غورځولي دي.
XS
SM
MD
LG