د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د دوو قبیلو ترمنځ په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې



نقیب الله متونوال - مشال را‌ډیو

خوست:- نن سهار په خوست کې د دوو قبیلو ترمنځ په نښته کې درې تنه وژل شوي او یو څو ماشومان ټپیان شوي دي.

د خوست يوې او امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل ، چې نن سهار د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر جګړه شوې ده.

د سرچينې په وينا، له دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارول شوي او د مقبلو د قوم ګڼ شمېر کورونه هم د منګلو له خوا سوځول شوي دي.

د مقبلو د قوم يو اوسيدونکى ميرزا ګل وايي، چې د دوى قوم له درېيو خواوو څخه محاصره وو، د درنو وسلو ډزې ور باندې شوي او ګڼ شمېر کورونه يې سوځول شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې د دوى يو څو ماشومان هم ټپيان دي او د منګلو قوم درې تنه وژل شوي دي.

خو د منګلو يو قومي مشر ګلاب منګل وايي، چې په دې جګړه کې تر اوسه د دوى يو تن وژل شوى او درې يې بې درکه دې، خو د مقبلو د قوم کورونو ته يې اور، نه دى اچولى.

د خوست د امنيه قوماندانۍ دفتر وايي، چې سيمې ته يې پوليس لېږلې، جګړه دريدلې، او د امنيه قوماندان، والي او نورو امنيتي چارواکو ترمنځ غونډه شوي او د همدې پېښې په اړه به ګامونه واخلي او سرغړونکي به مجازات کړي.

د يادونې ده، چې پخوا هم د يادو دواړو قومونو ترمنځ د همدغه غره د ملکيت پر سر جګړه شوې وه، چې له دواړو خواوو څخه ٣٧ کسان پکې وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG