د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي


د افغانستان په خوست ښارکې د پوهنې ریاست مخې ته په جوړشوي پارک کې يوه چاودنه وشوه، چې له امله يې پینځه تنه ټپیان شول.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځى د پيښې د تاييد ترڅنګ زياتوي، چې په دې کې درې پولیس او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د ځاځي په خبره چې په ټپیانو کې یوماشوم هم شامل دی او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تراوسه د دې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی. خو ددغه ډول پېښو پړه تل افغان چارواکو پر وسله والو طالبانو اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG