د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان د ازبکستان اسلامي غورځنګ غړي نیولي دي


په تاجکستان کې د وسله والې ډلې، ازبکستان اسلامي تحريک يو مشکوک سيمه ييز مشر او دوه غړي نيولي شوي دي. تاجک چاوراکي وايي دوی په جنوبي خطلان ولایت کې نيول شوي دي.

د رپورټونو ترمخه د دې کسانو د نيولو لپاره معلومات د ياد تحريک له هغه اورپکي څخه ترلاسه شوي چې ددې کال په لومړيوو کې له پاکستانه ویستل شوی وو. په دوی کې نيول شوی مشکوک مشر ظل مراد ایشان خانوف نوميږي او دريواړه کسان د قزيل نشان سيمې اوسیدونکي دي.

په فرورۍ میاشت کې هم د دوی ځای دوه اوسیدونکو ته د ازبکستان د اسلامي تحريک سره د تړاو په تور د اوږده بند سزا اورول شوي او ډير نور يې چارواکو ته مطلوب دي.

د ازبکستان اسلامي تحريک القاعده او طالبانو سره اړيکې لري او په مرکزي ایشيا کې اسلامي خلافت غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG